د ناټو ځواكونو په يوه خپره سوې خبرپاڼه كي راغلي چي په يو لړ عملياتو كي چي د لوګر په ولايت كي يې د يو شمېر استخباراتي كړيو پر اساس ترسره كړي يو طالب قوماندان او يو بل شكمن كس نيولي . په خبرپاڼه كي راغلي چي ياد طالب قوماندان د دې ولايت په بارك بارك ولسوالۍ كي پر بهرنيو او افغان ځواكونو بريدونه ترسره كول او هم په نورو سيمو كي د نورو طالب جنګيالو د قوماندانانوسره يې اړيكي لرلې . د خبرپاڼي په حواله چي په دې عملياتو كي كوم چاته مرګ ژوبله نه ده اوښتې .
د يادوني وړ ده چي د بهرنيو ځواكونو د دې ادعا په اړه تر اوسه پخپله وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي .