د هلمند ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر څخه په يوه خپره سوې خبرپاڼه كي راغلي چي په دې ولايت كي د طالب جنګياليو دوه قوماندانان د يوه هوايي بريد په ترڅ كي ووژل سول . د خبرپاڼي په حواله چي ياد قومندانان هر يو ملا عبدالحيكم سجاد او ملا امين الله كامل هغه وخت ووژل سول چي كله د زمينداور څخه موسى كلا ولسوالۍ ته پر لار ول .
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسه پخپله وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي .