کور / تازه خبرونه / هلمند : د يوه طالب قوماندان د نيولو خبر وركړل سو

هلمند : د يوه طالب قوماندان د نيولو خبر وركړل سو

لراوبر ته د هلمند ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر څخه په يوه رالېږل خبرپاڼه كي راغلي چي په دې ولايت كي يې د يو لړ ځانګړو عملياتو په ترڅ كي د طالب جنګياليو يو قوماندان نيولى . په خبرپاڼه كي د نوموړي قوماندان نوم ملا عبدالرازق ښودل سوى او په اړه يې ويل سوي چي مخكي يې د نادعلي ولسوالۍ د ولسوال دنده پر مخ وړه .
د خبرپاڼي په حواله چي د نوموړي څخه پوښتي رواني دي .
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسه پوري خپله وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي .