کور / شعر / غزل

غزل

زلــــفې دې ريبم نږدې مــــــه راځـــــه لوګری يـمه
ګـــــلې ! ونه خـــــاندې لمبه به شم مــــــــــزری يمه
ته په خولګۍ راته شپيلک واهه درځم په منډه
زه نمـــــک پېژنمـــــه دستا دعــــشق تنځری يــــمه
دې زمانې په خوله کې واخېستم دکرکې په څير
په تـــمام کــــلي کې خــپور شوی لــــکه شری يمه
بس دګـــــــوږخــــــلي ســـــــمولو توان هـــــــم نه لرم
ګوډګــــــــــرې داخو ستـــــاپه مېنه کې وزری يمه
مــــــــــا ( نوراني ) ته ولې تش لاســــــــونه راوتلې
زه دبنـــګړو ســــــوداګرنه يمه سوالــــــــــګری يمه