کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / لمر په دوو ګوتو نه پټيږي

لمر په دوو ګوتو نه پټيږي

تاسو به ډېر اورېدلي وي چي دافغانستان دزورېدلي هيواد ګاونډيان تل داخبره کوي چي موږ تل په افغانستان کې سوله غواړو او په افغانستان کې سوله زموږ په ګټه ده!؟
تاسو فکر وکړئ چي داخبره به څومره ريښتينې وي؟؟؟
که دښکېلو غاړو نظريات پر غوږ نه ونيسو لږ په خپل ازاد نظرباندي وږغيږو ويلاى شو چي څښتن تعالي ج دشوري اتحاد ځواک مات کړ، په افغانستان کې مجاهدينو برى تر ګوتو کړ، سمدلاسه ګاونډيو هېوادونو په افغانستان کې لاسونه واچول په پوره زور سره يې هڅه کول څو خپل نفوذ په افغاني خلګو کې پياوړى کړي او خپل شوم هدفونه تر لاسه کړي ، ددوى هدفونه خورا زيات وه يو پکښي دپاکستاني حکومت خپله نظامي ځواکمنتيا وه دمثال په ډول کله چي کمونيستي حکومت سقوط وکړ، ما په خپلو سترګو وليدل چي پاکستاني جنرالان دکويټې ښار دشيخ مانده په کلي ديوه قلاتي قومندان کورته راتلل او هغه قومندان به يې افغانستان ته رالېږى په افغانستان کې  به يې سلاوي په لږ قيمت رانيولې بيا به يې دغه جنرالانو ته ورکولې اوهغوى به بيا په خپلو فوجي زېرمتونونو کې دخپل ځان لپاره ساتلې داخبره څه پټه خبره نه  ده ځکه هغه قومندان اوس هم په کندهار کې دتيلو پمپ لري ، هرڅوک کولاى شي چي ددغه قومندان په اړه څېړنه وکړي  او پورته خبره ځانته ثابته کړي ، پاکستان غوښتل چي ددې لاري څخه افغانستان دهغه وسلو څخه خلاص کړي چي په نسبي ډول په هغه وخت کې ماډرني وي ، په دې کار کې دده دوه هدفونه وه يو داچي غوښتل يې ددې لاري څخه خپل تاريخي ، غښتلى او باشحامته ګاونډى هيواد کمزورى کړي او دبله اړخه يې خپل نظامي قوت پياوړى کاوه ، دپورتنى قومندان نوم چي مو ياد کړ، داتش يوه نمونه وه که نه نو پاکستاني جنرالانو داسي ډېر قومندانان په پيسو مزدوران کړي وه او تاريخي هيواد افغانستان يې په خالي سلا کاوه ، همدا ډول دپاکستان فوجي شيطاني او جاسوسي ادارې نور هم داسي کړني ترسره کولې چي دافغانستان دريښو کښلو په معنا وي، دسلاوو وړل يې دتخريب يوه څانګه وه نوري دتخريب څانګي يې هم لرلې، په هر صورت دچا پرچم پخوانۍ ظلمونه به يې پريږدو او وه به وايو چي تېرپر تېر ، هېر پر هېر، اوس چي ددوى څخه موږ ته کومه بلا رامخ ده دهغه سره به مجادله کوو، هغه داسي ډېره ستره بلا ده هغه بلا بد امني ، چاودني ، قتلونه ، اخطيطافونه او داسي نور دي  داچي څنګه به مجادله کوو ددې لاره موږ ته طالبانو اوحکومت دواړو تړلې ده ، طالبانو ځکه تړلې ده چي طالبان کې رښتيا افغانان وي او ددې خاورو په مسلمانۍ او امنيت باندي خوشاله وي نو دافغانانو او يا پاکو مسلمانانو په مرسته دي ددې خاوري خدمت وکړي ، دقتلو ،چادونو او دبيت المال دتخريب پرځاى دي داصلاح او سمون له لاري خدمت  وکړي زموږ دتاريخي دښمنانو په امر دي دافغانانو سره جهاد نه کوي ، افغانان ټول مسلمانان دي ، که يې څوک دکافرانو ملګري بولي نو که داکفروي نو پاکستانيان خو پنځوس کاله مخکې لاکافران دي ، طالبانو تاسو  هم دکافرانو ملګري ياست څکه دکافرانو ملګري ستاسو په فتوا کافران شوه ، تاسو بيا ستاسو په ټاپه دکافرانو ملګرى ياست،تاسوهم کافران سواست ، تاسو هم بايد قتل سئ  دازه نه وايم بلکي دا ستاسو فتوا ده، همدا ډول زموږ دتاريخي دښمنانو سره زموږ دمجادلې لاره حکومت هم بنده کړې ده ځکه حکومت پر هغه حقيقتونو باندي سترګي پټوي چي هغه په دوو ګوتو نه پټيږي ځکه په افغانستان کې چي کومي چاودني کېږي ، کوم بې ګناه خلګ وژل کېږي او داسي نور تخريبات کېږي دټولو اډې په کوټه او نورو پاکستاني ښارونو کې دي ، دا داسي حقيقت دئ لکه لمر چي په دوو  ګوتو نه پوټيږي دغه حقيقت هم په دوو ګوتو نه پوټيږي ځکه تاسو  اويا هرڅوک چي ددغه حقيقت معلومول غواړي  په کندهار کې دي يوازي دلسو کسانو څخه پوښتنه وکړي چي که دطالبانو له خوا کوم مشکل درته پيښ شو تاسو چيري ځئ؟ حتما به په لسو کسانوکې اته کسان دا وايي چي دکويټې او ياچمن ښارونو ته ځو او هلته دطالبانو دمشرانو سره خپل مشکل حلوو، پاته کسان کېداى شي چي په ناخبرۍ سره ځانته عذر ووايي، که تردې زياته پلټنه خو بيخي به ښه شي ، همدا ډول دپاکستان استخباراتي شبکې دومره قوي دي چي دننه په افغانستان کې په دولتي پوسټونو لا ننوتلي دي او زموږ حکومت دومره کمزوى دئ چي فقط څو کسان لاهم نه  شي ګومارلاى چي چمن او کويټې ته يې واستوي ، هلته دطالبانو پڼدغالي او کرايه شوي سرايونه وويني ، عکاسي يې وکړي او بيا يې دثبوت لپاره دځان سره کښيږدي ، همدا زموږ حکومت هيڅ وخت پرپاکستاني حکومت باندي داسي فشارنه دئ راوړى چي دناامنيو دغه اډې له منځه يوسئ ، عجيبه لا داده چي څو ورځي وړاندي ايراني حکومت ويلي وه چي پاکستان طالبانو ته اډې ورکړي دي ، ډېرو روڼ آندو دې خبري په داسي سترګه وکتل چي داخبره تش وخت ضايع کېدل دي ځکه چي داخو بيخي يقيني ده ، په دې کې نو څه شک شته؟ اودا څه  ثبوت ته اړتيا لري؟ همدا ډول دايران استخباراتي شبکه يې بيخي کمزورې وبلل چي څوکاله وروسته دپاکستان په دوه مخي باندي پوهيږي ، دبله اړخه امريکايي ځواکونو په افغانستان کې دافغانانو ونيولو او بمبارولو  ته ملا تړلې ده چي طالبان په نښه کړي او له منځه يې يوسي ، حال داچي دامريکا غوندي لوى هيواد چي داسي تېروتنه کوي نو زموږ دي خداى ج مل شي ځکه امريکايي ځواک چي کوم مصرف کوي نو ددغه مصرف پرځاى دي اصلي منبع ته مراجعه وکړي چي دتل لپاره مشکل حل شي ، نور دي دغه بې وزله او بې چاره ولس نه زوروي ، که څوک دلږ فکر څښتن وي لږ دي په دې خبره کې فکر وکړي چي اصلي بد امني دکومه ځايه را روانه ده ، څنګه راځي او که يې څوک مخ نيوى غواړي څنګه کېداى شي؟
اوس نور افغاني ټولنه دهري خواڅخه زوريږي يوازي دنړيوالي ټولني څخه داغواړي چي  حقيقت وڅېړي او هغه څه چي دافغانستان حق دئ هغه دي ورکړي او دا داسي څېړنه هم نه ده چي زيات وخت ، لګښت او ستړيا ته اړتيا لري بلکي دا حقيقت په ډېر ساده ډول سره څرګندېداى شي.
په درنښت