د هېواد پالنې او ملت پالنې احساس د يو شمير کسانو په اند داسې شوی لکه ګناه، له يوې خوا په تېر ديرش کلن ناورين کې زموږ هېواد له مادي پلوه ډير څه له لاسه ورکړل له بلې خوا ددې دورې ډيری ځوانانو ته په ذهنونو کې دپرديو مفکورې ور زرق شولې ، ځکه له يوې خوا زموږ د معارف سيستم ګډوډ و له بلې خوا ښکيلو ډلو د خپلو شخصي ګټو د ساتنې او ددوی تمويلونکو د خوښ ساتلو په موخه چې ډيری يې زموږ ګاونډيان وو تعليمي نصاب قصدا په احساساتي روحيه جوړاوه ، له تعليمي کتابونو څخه د هېواد پالنې او ملت پالنې ټکي په همدي ډول وايستل شول ،دا ځکه چې يوې خوا دانټرناسيوناليزم او بلې خوا بيا د پن اسلاميزم نارې وهلي خوپه حقيقت کې دواړه خواوې ريښتينې نه وې، نوځکه په خپلو ژمنو کې پاتې راغلل داځکه چې دوی اصلا په منطقي ډول ددې اهدافود پلي کيدو تابيا نه وه کړې ځکه سياست کول د ټولنې د عيني او ذهني واقعيتونو په اساس د خپلې ټولنې د هوساينې لپاره کيږي ، خو هغه وخت چې د منطق ځای احساسات ونيسي نو بيا ټولنه د تباهۍ په لور ټيل وهي.
له بده مرغه زموږ کيڼ اړخي هېوادوال په دې باور و چې هغه شخص چې په افغانستان کې اوسي اجتماعي طرز سلوک او غوښتنې به يې له هغه شخص سره يوشان وي چې هغه په شوروي اتحاد کې ژوندکوي اويو شمېريې چې دې مفکورې ته ډير ژمن و کله به يې چې د اوړي په مياشت کې په روسي ټلويزيوني چينل کې وليدل چې يو سايبريايي کس همدا مهال بالاپوش اغوستی او موزې يې په پښو دي ، نوموړی ددې لپاره چې ځان دې مفکورې ته ډير ژمن وښيي ده به هم ورته کار کولو خو په دې نه پوهيده چې په شمال قطب کې هوا څومره سړه او زموږ په هېواد کې څومره توده ده .ما دا خبره ددې لپاره دلته رانقل کړه چې د يو هېواد په هوا اواقليم کې چې له بل هېواد سره توپيرشته همدا ډول د هر هېواد دين ،کلتور ،عنعنات ټولنيزې غوښتنې اود وکړو څېرې يو له بل سره توپيرلري.
بل لور ته بده مرغه بايد ووايم چې کله دوی واک ته ورسيدل تر هرڅه دمخه يې د خلکو اساسي ارزښتونو ته لاس واچاوه لکه دين ته سپکاوی ، روحانيون او قومي مشران ربړول او داسې نور ، دوی اصلا خپله ټولنه نه وه درک کړې چې ورته کار وکړي . که د سياست کولو اصلي تعريف ته ځير شو هدف په کې ټولنې ته خدمت کول دي خو له بده مرغه چې زموږ د هېواد د بد مرغيو پيل د غوايي له کودتا سره پيل شول.
ما مخکې هم ورته اشاره وکړه چې سياست د يوې ټولنې د عيني او ذهني شرايطو په اساس د ټولنې د پرمختګ لپاره کيږي ، هر هغه سياست مدار چې خپله ټولنه ونه پيژني خپل خلک درک نه کړي د خپل ملي او مذهبي ارزښتونه ورته معلوم نه وي هلته ورته سياست کول د سياست کولو کفر ويل کيږي ځکه خپل چاپيريال يې نه دی درک کړی او دهغه چا لپاره چې سياست کوي کيدای شي ارزښتونه يې ترپښو لاندې کړي لاره ترې ورکه شوې هم يې ځان او هم يې خپله اجتماع د تباهۍ په لوري خوځولي .
د هند د نيمې وچې سياسي لارښود مهاتما ګاندي ته يو وخت يو فرانسوی ليکوال چې په زرګونو کيلومتره لار يې وهلې وه د ملاقات په موخه هند ته ورغلی وه ، دغه فرانسوي د ګاندي په اړه په اروپا کې ډير څه اوريدلي وه خو ګاندي يې له نږدي نه و ليدلی خاص ددې لپاره چې ګاندي وګوري او له ده څخه څه وليکي هندوستان ته تللی و ، کوم وخت چې فرانسوی ملاقات ته ورځي د ګاندي سکرتر ورته وايي چې ګاندي صاحب عبادت کوي لږ ورته تم شه .
فرانسوي ليکوال چې غوښتل د ګاندي په هکله څه وليکي داهم ورته مهمه وه چې ګاندي په کوم مذهب دی ، دی هم ورنږدي شوی ګوري چې د ګاندي په لاسونو کې د خټو جوړ شوی بت دی کله يې په يوخوا ، کله په بلې خوا واړوي او بيا ورته سجده کيږي ليکوال چې دا حالت ليدلی د ګاندي سکرتر ته يې ويلي چې دا زما سفر هسې عبس لاړ ځکه دا دومره احمق سړی دی چې په خپل لاس يې بت جوړ کړی او سجده ورته ږدي زه له داسې سړي سره نه ګورم ترې روان شوی چې کله ګاندي له عبادت نه ګرځيدلی غږ يې کړی چې ((آه فرانسوی راولئ)) سکرتر ورته ويلي چې صاحبه هغه لاړه او تاته يې هم بد و رد و ويل ټول بيان يې ورته وکړ خو ګاندي ورته ويل وې غږ ورته وکړئ او ورته و وايئ چې راشه او ثابته کړه چې زه احمق يم که ته ؟!
کله چې فرانسوی راځي ، ګاندي ورته وايي!
زه احمق يم که ته! زه په دې ښه پوهيږم چې دا بت ما جوړ کړی ماته نه نيکي رسولی شي نه بدي خو زما٤٥٠ څلورنيم سوه ميليونه قوم دې بت سجده ږدي زه ددې لپاره چې قوم مې دې بت ته سجده کوي زه يې هم ورته کوم خو په اصل کې زه دې بت ته درناوی نلرم زه خپل ملت ته درناوی لرم زما ملت دې بت ته سر ټيټوي نو ځکه زه دې بت ته سر ټيټوم.
زه دلته د چا په عقيده او مذهب خبرې نه کوم ،خوکه د خبرې عمق ته لاړ شو ملي رهبران خپل هر څه د ملت او هيواد په لاره کې قربانوي ، مهاتما ګاندي خپله د يو بډای سړي زوی وه چې وروسته يې خپله ټوله ځمکه او دارايي دخپلو خلکو په نوم کړل ځان يې ديو عادي او معمولي کس په توګه په خپلو خلکو کې څرګند کړ هر څه يې چې کول د خپل هيواد او خلکو لپاره يې کول ، وګورئ هغه چا چې ٤٥٠ ميليونو هندوستانيانو ته خپلواکي تر لاسه کړه مال او ځان يې ټول د هيواد آزادۍ په لاره کې ځار کړل د نوموړي له مرګ څخه وروسته کله چې ، حکومتي پوليس د نوموړي د کور سامان راټولوي د ټول کور سامان د ٥٠٠ کلدارې نه جوړوي ، ځکه هرڅه يې له خپل ملت څخه ځار کړي وه. خو ملت ته يې خپلواکي ور په برخه کړه.
همدا ډول زموږ ښي اړخي هېوادوال هم په دې باور وه چې هغه ارماني موډل (اخوانيسم) د چې يوه عرب په خپل لاس خپلې ټولنې ته جوړ کړی لا تر اوسه دنوموړي په خپل هېواد کې هم نه دی پلی شوی غواړي زموږ په هېواد کې يې عملي کړي، زموږ په افغانانو ورونو کې چې کله لږ متره پيدا شي نو يا دکشميرننګه کوي اويا هم فلسطين ګټي خو خپل بيت المقدس (افغانستان) ترې پاتې وي. که فرض کړو يو کس په سعودي عربستان کې اوسي هلته د ذکام ناروغي ورته پيښيږي يو ډاکټر ورته د دوا يوه نسخه توصيه کوي علاج يې هم کيږي ، همدغه کس څه موده وروسته افغانستان ته سفر کوي دلته هم ورته ناروغي ورته پيښيږي تصادفا دده په جيب کې همغه نسخه پيدا کيږي چې په سعودي کې ورته ډاکټر توصيه کړې وه، ايا دی بايد له همغې نسخې څخه ګټه واخلي چې د سعودي عربستان د وچ اقليم او ګرمې هوا په کې پام سره يې ورته توصيه کړې وه ؟؟!! نه !ځکه چې د افغانستان اقليم مرطوب او هوا يې نسبتا سړه ده نو ددې ناروغ لپاره بايد هغه درمل او نسخه توصيه شي چې دده د بدن توديدو سبب هم شي ، همدا ډول په نړۍ کې او د الرجۍ يا حساسيت لپاره واکسين رامنځ ته شوی تقريبا د نړۍ په ډيری هېوادونو کې د دغه واکسين مرکزونه شته خو د هر هېواد لپاره جلا توليديږي . د د يوډاکټر خبره ده چې يوه کس په جرمني کې ددغه واکسين ټولې مرحلې سرته رسولې وې چې په پايله کې دحساسيت له ستونزې خلاص شو ی وه خو چې کله افغانستان ته راغلی وه بيا ورته د حساسيت سونزه پيدا شوې وه بيا دې ته اړوت چې بيا واکسين وکړي .
ما دلته ددې لپاره ددغو خبرو يادونه وکړه ذکام چې يوه عادي او وړه ناروغي ده او همداسې د هوا دحساسيت ستونزه چې يه يو هېواد کې په يو او بل هېواد کې په بل ډول تداوي کيږي ، نو څرنګه کولای شو چې د يو هېواد لپاره د نورو جوړې شوې سياسي مفکورې غوره کړو ،ځکه هلته د يو ناروغ لپاره بيلابيلې طریقې کارول کيږي خو دلته بيا د يوې ټولنې ټول ارزښتونه ، عادات ، رسوم او سياسي ، اجتماعي او همدارنګه تعليمي کچه له پامه غوځول کيږي او په يايله کې وارداتي ايډيالوژۍ په خلکو تپل کيږي.
په ريښتيا سره چې شعارونه ډير وخت سپيڅلي وې خو واقعيتونه په حقيقت کې لا سپيڅلي وي ځکه په واقعيتونو پورې د ملت مادي او معنوي ګټي تړلي وي .وګورئ يو وخت چې حکمتيار صيب ځوان و احساساتو يې شعاري بڼه درلوده، ده د هجرت په مهال يې يو وخت په خپلو خبرو کې ويلي ول چې ((که چېرې دی بريالی کيږي نو د تورخم دروازه به د آمو سيند ته ليږدوي)) د نوموړي له خبرو داسې څرګنديږي چې په اسلام کې د عقيدوي سرحد ترڅنګ په جغرافيوي ډول هم سرحد نشته ، خو چې کله طالبان د کابل دروازو ته راورسيدل نو بيا يې د طالبانو تر شا د پاکستان هېواد مرسته ښودله او دايې دافغانستان په چارو کې مداخله ګڼله اوس هم حکمتيار صيب په دې باور دی او څوځله يې څرګندونې کړي چې ((پاکستان تل د افغانستان په چارو کې مداخله کوي او نه غواړي افغانستان په پښو وريږي)) بل لورته ښاغلي حکمتيار څو ورځې مخکې له افغانستان څخه د ګازو نلليکې د تيريدا څخه ملاتړ وکړ له خپلو پلويانو يې وغوښتل څو ددې پروژې ملاتړ وکړي او په ايران يې هم تور ولګاوه چې ددې پروژې په ناکامولو کې يې هڅې کړي زه د حکمتيار صيب دغه کار ډير د قدر وړ بولم چې د هېواد د ملي ګټو ملاتړ يې وکړ خو که واقعيت ته ځير شو ښاغلي حکمتيار ١٨٠ درجې تغير کړی ځکه ښاغلی حکمتيار او ايران دواړه مسلمانان او د امريکا مخالفين دي او يوه مشترکه وجه لري . ځکه په ده يې څه که دغه نلليکه له افغانستان نه او يا له ايران نه تيريږي دواړه اسلامي هېوادونه دي خو دلته حکمتيار ته د خپل هېواد ملي ګټې د پام وړ دي ځکه ايران يې تورن کړی چې ددې پروژې د ناکامولو لپاره يې هڅې کړي او دا احساس واقعا د قدر وړ دی.
نبي کريم (ص) هم په خپل يوه مبارک حديث کې فرمايي: پښتوژباړه(قوي مومن له ضعيف مومن څخه غوره او بهتر دی تاسو کوښښ يا حرص وکړئ په هغه څه چې تاسو ته ګټه رسوي او عاجز کيږئ مه)په ريښتيا چې دغه خبره د يوعادي کس نه بلکه د خدای تعالي د يومحبوب پيغمبر دی اوپه دې کې ډير رازونه دي چې زه په دې باور لرم چې دغه خبر يوازې د يوکس لپاره نه بلکه د ډيرو خلکو لپاره هم ده او زه ډاډه يم چې د نبي کريم (ص) موخه به له قوي مومن څخه يوازې يو مومن نه وي بلکه قوي مومنه ټولنه اوقوي مومن ملت به هم وي .
له تير ديرش کلن ناورين څخه په تجربې سره چې له بده مرغه دلته د نورو هېوادونو له ګټو ننګه کول د يو شمېر افغانانو بد عادت ګرځيدلی وه ، پرته له دې چې زموږ په هېوادکې کور په کور دښمنۍ رامنځ ته کړې نور يې هيڅ موږ ته په ميراث پرينښودل . اوس هم زموږ هېواد د هيچا په نسخه نه رغيږي څو خپله يې جوړ نه کړو بل څوک يې نشي راته جوړولای او ددغو ټپونو نسخه يوازې او يوازې افغاني ناسوناليزم دی او بس چې هر څومره پرې فکر وشي بيا هم همغه خبره ده (نن دی که سبا دی دا ملک د زرغون شاه دی)