له هغه وروسته چې د ولسي جرګې په تیرو ټاکنوکې د بې سابقه درغلیو، تخلف، فساد او سازمان ورکړل شویو توطیو په اړه دخلکو او معترضوکاندیدانو اعتراضونو زور واخیست او په دغو ټاکنو کې د درغلیو په هکله بې شمیره سندونه افشا شول او تردې دمخه د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون ونه شوای کړای یا یې ونه غوښتل چې دخلکو او کاندیدانو شکایتونو ته سمه رسیده ګي وکړي د قانون له مخې په ټاکنو کې د درغلۍ او فساد موارد دافغانستان داسلامي جمهوریت لویې څارنوالي وڅیړل. لویې څارنوالي له څیړنو وروسته د ټاکنو دوسیه سترې محکمې ته محول کړه او دتیرو ټاکنو د ابطال غوښتنه یې وکړه.
د افغانستان سترې محکمې د انتخاباتي درغلیو د دوسیې دڅیړلو لپاره جمهور رئیس ته دځانګړې محکمې دجوړولو وړاندیز وکړ او په پای کې دغه محکمه دپنځو تنو قاضیانو په ترکیب جوړه شوه. ټاکل شوې دغه محکمه د ولسي جرګې د تیرو انتخاباتو په بهیر کې د کاندیدانو هغه شکایتونه وڅیړي چې لویې څارنوالۍ سترې محکمې ته سپارلي دي.
خو لا ددغې ځانګړې محکمې دپریکړو په برخه کې له خلکو سره اندیښنې موجودې دي، ویل کیږي دځانګړې محکمې غړي ولسمشر د هغو ډلو دمشرانو په سلامشوره ټاکلي دي کوم چې دتیرو ټاکنو د درغلۍ او ناکامیدو پړه هم ډیر هیوادوال دهغوی له لاسه بولي، دولسي جرګې یو معترض کاندید او د ولسمشر کرزي دحکومت یوه منتقد سردارمحمد رحمان اوغلي له یوه خصوصي ټلویزیون سره په مرکه کې وویل چې ددغې محکمې زیاتره غړي د واک ددغو مهمو شریکانو او تنظیمونو دمشرانو په مشوره ټاکل شوي او ددغې محکمې زیاتره غړي له هغوی او دټاکنو په اصطلاح خپلواک کمیسیون له مشر فضل احمد معنوي سره نږدي تنظیمي او عاطفي اړیکي لري کیدای شي ددوی پریکړې هم ددغو اړیکو ترسیورې لاندې وشي.
له بلې خوا داسې رپوټونه شته چې دټاکنو دکمیسیون هغه مسوولین چې په ټاکنو کې په درغلیو او فساد تورن دي او یوشمیر بریالي بلل شوي کاندیدان او دتنظیمي ډلو مشران دځانګړې محکمې له غړو سره لیدنې کتنې کوي او هڅه کوي هغوی د زر او زور په وسیله دې ته اړ باسي چې ددوی په ګټه بریکړه وکړي.
دغه کسان او ډلې هڅه کوي چې هم د ځانګړې محکمې پر غړو او هم پر دولت فشار راوړي تر څو د دوی په ګټه پریکړه وکړي او ځانونه دخلکو له محکمې وژغوري. دوی او په دوی پورې تړلو ځینو رسنیو په دې ورځو کې آن د جمهوري ریاست دتیرو ټاکنو د څیړنو خبرې هم راپورته کړې دي له یوې خوا غواړي دخلکو پام بلې خواته واړوي او له بلې خوا غواړي ولسمشر کرزی ترفشار لاندې ولري ترڅو ددغې محکمې په کارونو کې د واک له نورو شریکانو سره یوځای مداخله وکړي او دوی ته یوه دخټو پوزه جوړه کړي.
معترضو کاندیدانو تر دې دمخه هم په دې اړه خپل تشویش څرګند کړی دی او ویلي یې دي چې ولسمشر غواړي دنور کله په څیر دتنظیمي ډلو دخوشحالولو لپاره په محکمه فشار راوړي او یوه داسې لاره غوره کړي او داسې پریکړه وکړي چې تنظیمي کسان پکې زیانمن نه شي او دده تنظیمي انډیولان خوشحاله شي.
دولسي جرګې معترض کاندیدان دا هم وایي چې د ولسمشر له خوا د دلوې په لومړۍ نیټه د نوي پارلمان دپرانیستلو اعلان دا څرګندوي چې ولسمشر نه غواړي خپل تنظیمي ملګري خواشیني او ناراضه کړي او یوځل بیا غواړي عدالت تر مصلحت قربان کړي.
داسې نښې نښانې لیدل کیږي چې ولسمشر غواړي معترضو کاندیدانو ته په یو ډول قناعت ورکړي او بیا یو شمیر خوشحاله کړي خو خلک ناامیده کړي. دااوس چې دا کرښې لیکم یو تازه خبر وایي چې ځینو زورواکو خپل کسان ولسمشر ته معرفي کړي دي چې هغه یې په مشرانو جرګه کې ونیسي خبر داهم وایي چې ولسمشر به معترضو کاندیدانو ته دقناعت ورکولو او د اعتراضونو دیو څه ارامولو لپاره یو شمیر معترض کاندیدان مشرانو جرګې ته ور معرفي کړي څو نه سیخ وسوځي نه کباب.
اوس چې دټولو سترګې د ځانګړې محکمې په لوري دي لا هم ډیرې اندیښنې پر ځای پرتې دي او ډیر داسې څه شته چې ددغې محکمې دعادلانه پریکړې مخه نیولی شي. اداري فساد چې اوس یې د دولت ټوله دستګاه نیولې ده یو بل تشویش دی چې ددغې محکمې پریکړې زیانمنولای شي، رشوتونو زموږ د عدلي او قضایي ارګانونو پرپریکړو تل اغیز شیندلی دی موږ لیدلي دي چې ځینو محکمو تور سپین او سپین تور ښودلي دي.هیله ده دا ځل داسې ونه شي.
یو نظر چې په دې اړه موجود دی هغه دادی چې نړیواله ټولنه او افغان دولت باید داسې شرایط رامنځ ته کړي چې ددغې محکمې غړي په ارامه او د زورواکو له فشار څخه لیرې فضا کې پریکړې وکړي، کیدای شي په هغه موده کې چې دغه محترم قاضیان دانتخاباتي درغلیو او فساد په اړه اسناد څیړي داسې یو ځای ورته وټاکل شي چې هیڅوک ونه شي کولای ورسره اړیکه ونیسي او پر دوی فشار واچوي چې ددوی په ګټه پریکړه وکړي.
هیله ده ځانګړې محکمه دهیواد ملي ګټې او عدالت په پام کې ونیسي او داسې پریکړې وکړي چې خلک پر خپلو کړنو بیا بې باوره نه کړي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه