جګړه

د بشریت تاریخ په حقیقت کې د جګړو تاریخ دی. د بشري تاریخ په سیر کې جګړه تل د انسانانو د لارې مل وه. تر اوسه پورې لږ او ډیر ۱۴۴۰۰ جګړې د بشریت په حافظه ( تاریخ ) کې ثبتې شوي دي چې د دې جګړو له کبله ۳،۵ ملیارده انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی.
په لمړي سر کې جګړه د کورنیو تر منځ وه. وروسته بیا د قبایلو، بیا د سیمو، او بیا د دولتونو تر منځ او په معاصر تاریخ کې د سیاسي او اقتصادي سیستمونو تر منځ، د طبعي زېرمو د لاس ته راوړلو له کبله او یا په ځینو دولتونو کې د بشري حقوقو د تامینولو له پاره جګړې پیل شوي دي.
جګړه ډیر عوامل لري؛ د بېلګۍ په توګه د خپلواکۍ له پاره جګړه، خپلمنځي جګړه، نړیواله جګړه، د ځمکو د تسخیرولو له پاره جګړه، د ادیانو او ایدیولوژیو د خپرولو له پاره جګړه، د ګاونډیانو او یا د رقیبانو د تضعیفولو له پاره جګړه او داسې نور…
همداسې جګړه ډیر ډولونه لري، لکه سړه جګړه، ګرمه جګړه، چریکي جګړه، اتومي جګړه او داسې نور…


د جګړې ډېرۍ کربانیان غیر نظامي وګړي دي.


زما موخه دلته دا ده چې هر هغه څوګ چې جګړه پیلوي، په خپله بیا تښتي.


د بشریت په تاریخ کې ډیر داسې جګړه ماران راغلي او تللي چې خپل ولسونه یې جګړې له پاره چمتو کړي، هغوۍ یې په جګړې کې رهبري کړي او د بریاوو تر څنګ کله چې په جګړې کې ناکام شوي، یا تښتېدلي او یا دا چې ځان وژنې ته اړ شوي.
د بېلګۍ په توګه کله چې ناپلیون بناپارت وشو کولی چې د فرانسې ولس سره متحد کړي، نو په اروپا کې یې جګړه پیل کړه. ډیر هیوادونه یې تسخیر کړل او ډیر خلګ یې ووژل. خو کله چې ناپلیون ناکام شو او تسخیر شوې ځمکې یې بېرته له لاسه ورکړې او کله چې د ناپلیون په وړاندې د اروپايي متحدینو وسلوال پاریس ته ورسېدل او پاریس یې کلابند کړ او چې ناپلیون ته دا په ډاګه شوه چې جګړه یې نور بایللې ده او دی به اسیر شي، نو ده په دې هیله چې مړ شي د زهرو جام وڅښلو تر څو چې د ناکامۍ له شرمه ژغورل شوی وي.


همداسې کله چې هتلر واک ورسېد او په جرمني کې یې بېکاري لمنځه وېوړه، په جرمنانو کې ملي احساس ژوندی کړ، تخنیک او تکنالوژي ته یې پراختیا ورکړه او کله چې په دې ډاډمن شو چې اوس نو په نړۍ واک چلولی شي، سم د لاسه یې خپل ولس د جګړې له پاره چمتو کړ او او د جرمني تر څنګ یې ټوله اروپا د وینو په سمندر کې ولمبوله.
خو کله چې دی په جګړې کې مات شو بیا یې خپل ځان ووژلو.


د دې تر څنګ کله چې روسانو په افغانستان یرغل وکړو، نو دوۍ راغلل، افغانان یې ووژل، کلي او ښارونه یې ورته وران کړل او چې په دې پوهـ شول چې نور د جګړې د غزولو توان نلري، بس  بېرته وتښتېدل.


القاعدې هم لمړی زمونږ د هیواد نه یې د تروریزم ځاله جوړه کړه او بیایې د لویدیځوالو په وړاندې جهاد اعلان کړ، او د لویدیځوالو تر یرغل وروسته د القاعدې مشر په خپله وتښتېدلو ، خو زمونږ هیواد پکې وران ویجاړ شو.


د القاعدې د ځپلو له پاره امریکا خپل متحدین راټول کړل او یوه جګړه یې پیل کړه، او اوس چې ورباندې سیاسي او اقتصادي فشار ډیر شوی، غواړي چې خپله پښه له افغانستان نه وباسي.
خلص دا چې؛ هر چا چې جګړه پیل کړې نو په اخر کې په خپله له منځه تللی او یا تښتېدلی.
پردۍ مځکې د لښکر او وسلې په زور تسخیرېدلی کېږي، دا دومره سخت کار ندی. خو د هغه انسانانو زړونه چې په دې مځکو کې ژوند کوي د وسلې په زور نشي تسخیرېدلی.


په دې کې شک نشته چې انسان په ځان مین یو موجود دی او د خپل نام او نشان له پاره ځان خو پرېږده چې ډیر نور میزوف انسانان له ځانه سره یو ځای کربانوي.


دلته هر انسان باید مخکې له دې چې د یو لښکر غړیتوب تر لاسه کړي باید د جګړې په تعریف، مفهوم او موخه ځان پوهـ کړي او له ځان نه دا وپوښتي چې ایا د لښکر مشر د دې ارزښت لري چې زه یې شاته ودرېږم؟؟
او یا د کومې موخې له پاره چې دا لښکر جوړ شوی، زما او زما د راتلونکي نسلونو د ګټو سره سمون لري او کنه؟؟
د اوسامه بن لادن د جګړې له پاره پنځه زره طالبان او القاعده د دښمن په لاس اسیر شول او ووژل شول، خو بن لادن یې څنګ ته وندرېدلو. د روسیې د کمونیستي ګوند د ګټو له پاره په زرهاوو روسان په افغانستان کې ووژل شول، خو روسان بې له دې چې کومه ځانګړې ګټه یې ترلاسه کړي وي، وتښتېدل. د هتلر له پاره دوه ملیونه جرمنان اسیر شول اوپه لسهاوو زره جرمنان د پولنډ او چکوسلواکیا نه وشړل شول. د ناپلیون له پاره هم په لسهاوو زره فرانسویان ووژل شول.
خو د څه له پاره؟؟
د جګړې د ګټو نه خو د دوۍ تاوان ډیر وو.


په دې کې شک نشته چې په روانې سلیزې کې به هم جګړه د بشریت د لارې مل وي. وسلوال او بېګناه ولسي وګړي به وژل کېږي، کلي او ښارونه به ورانېږي او دا او یا هاغه بل دولت به ړنګېږي.
تل پاتې سوله یو ښکلی خیال دی، نو له دې کبله هر ولس باید تل د جګړې له پاره چمتوالی ولري.


په درناوۍ او درنښت