داسرائيل پوليسو ديوبريدپه ترڅ کې درې فلسطيني وګړي وژل شوي اوپنځه نورټپيان شوي .
فلسطيني امنيتي چارواکې وايي اسرائيلو امنيتي ځواکونو په سيمه کې په خلکو دټانګونو ډزې وکړي چې له امله يې ياده مرګ ژوبله رامنځ ته شوه .
اسرائيلي چارواکې دغه پيښې مني خو وايي په فلسطيني وګړو يې دخپلې دفاع په موخه ياد بريدونه ترسره کړي .
په ورته وخت کې دفلسطين په سلګونو وګړو ددغه بريدنو په اعتراض لاس په لاريون پوري کړى وو او له نړيوالې ټولنې غوښتنه کوله چې داسرائيلوڅخه دي ديادې مرګ ژوبلې پوښتنه وکړي .