دفارياب ولايت سيمه ييز چارواکې په دغه ولايت کې دهوايي ډګر له جوړيدو خبر ورکوي .
دنوموړي ولايت والي وايي دميمني دهوايي ډګر د دوه زره دوه سوه مترو په اوږدوالي جوړيږي او ټول مالي لګښت يې اوه مليونه امريکايي ډالره دی.
نوموړى زياتوي ددغه پيسوڅخه به يې دوه نيم مليونه يې د اسيايي بانک اوپاتې برخه يې د امريکا له خوا ورکول کيږي.
دا په داسې حال کې ده چې تردې وړاندې د ميمنې هوايي ډګر د لويو الوتکو اوکيناستو لپاره په ښه توګه نه وو برابر .