لراوبر ته د هلمند ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر څخه په يوه رالېږل سوې خبرپاڼه کي راغلي چي په ولايت کي يې يو وسله وال طالب نيولى . په خبر پاڼه کي راغلي چي ياد وسله وال طالب يې د نادعلي ولسوالۍ د شنه کلي په شمال کي نيولى . په خبرپاڼه کي راغلي چي ياد قوماندان يې د يو شمېر استخباراتي معلوماتو پر بنسټ نيولى .
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسه پوري وسله والو طالبانو خپله څه نه دي ويلي .