کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / په ځوانانو کي د ذهني انتشار علتونه

په ځوانانو کي د ذهني انتشار علتونه

ځوانان د یو هیواد د بشري ځواک لویه سرچینه جوړوي او له ښه مرغه د افغانستان ۶۸ سلنه نفوس تر ۲۷ کلونو کم تنکي ځوانان تشکیلوي چه په امنیت،اقتصاد،سیاست او کلتورکي مهم رول لوبولای سي خو له بده مرغه باید وویل سي چه د ځوانانو په ستونزو چا تر اوسه غوږ نه دی ګرولی. نو راسی په خپل فکر کي خپله نوي زاویې پیداکړواو له ستونزو باید وېره ونه سي ځکه چي ((ستوري د شپې ځلېږي)). که نړۍ ته نظر وکړو د هر ډول لویو او کوچنیو پلانونو لپاره یو فکر ته اړتیا وي او هغه فکر ته د عمل جامه وراغوستل د بریالیتوب لومړی بنسټ وي نو باید د بریالیتوب په لور په کلک هوډ سره داسي ګام پورته کړو چي د ناهیلۍ هیڅ څرک پکښي نه وي یو هسپانوي متل دی((هغه څوک چي هیله له لاسه ورکړي ډېر څه بایلي)). په اوسنۍ نړۍ(دسیالۍ نړۍ)کي ځوانان د یو شي په لاسته راوړنه کي ډېره بیړه کوي او که چېري نتیجه ورنکړي ډېر ژر ناهیلی کېږي.
چه دا ناهیلي دوی ته د پر مختګ په لاره کي خنډ جوړوي. باید په یوه وخت په څو محاذونو کي بوختېدل هم پر (کیریر) منفي اثر اچوي او هم وخت پکښي زیات ضایع کېږي چي داسي حالت ذهني انتشار پیداکوي.
زموږ په ځوان نسل کي د ذهني انتشار علتونه څه دي؟
زموږ په ټولنه کي د ذهني انتشار علتونه کېدای سي ډېر وي خو زما په فکر تر ټولو اغېز لرونکي یې په لاندي ډول دي:ـ
الف:- زموږ ځوانان د پوهنتون په پوهنځیو کي د خپلي خوښۍ انتخاب نه سي کولای او که چېري هم د خوښۍ انتخاب وکړي نو بیا هم خپل هدف ته نه سي رسېدلای. که څه هم د ځوانانو د چارو کارپوهان په دې ټینګار کوي چه د خپل ذوق سره سمه پوهنځۍ باید انتخاب سي.
د دې لپاره چه د خپلي خوښۍ انتخاب څنګه وکړو باید په خپلو کي سره کښېنو د استادانو او هغو کارپوهانو څخه مشوره واخلو چه نوموړی کار یې مسلک وي چه موږ ته دا را په ګوته کړي چي آیا په ټولنه کي یې اهمیت سته؟ آیا د پر مختګ فرصت لري؟ آیا په دې کار کي ستونزي سته؟ او که سته نو په کومه اندازه؟
ب:-دوهم علت یې اقتصادي ستونزي،بېروزګاري، د دولت د توازن نشتوالی او امنیت دی چه د کار کولو په فضا یې سیوری غوړولی دی.