کور / تازه خبرونه / څلوېښت زره کيلوګرامه چرس نيول شوي

څلوېښت زره کيلوګرامه چرس نيول شوي

دکورنيو چارو وزارت په پکتيا ولايت کې دنږدي څلويښت زره کيلوګرامه نشه يې توکو له نيولوڅخه خبر ورکوي .
دنوموړي وزارت وياند وايي دغه نشه يې توکې دنشه يې توکو سره دمبارزې دځانګړې پوليسو له لوري هغه عمليات چې دپکتيا په مرکز کرديزښار داوت کې په کلي کې ترسره شوي وه دپوليسو لاسته ورغلي دي .
نوموړى زياتوي دمتخصصينو په وينا دترلاسه شويو نشه يې توکو ټوله بيعه په نړيوالو بازارونو کې نږدي دوه پنځوس ميلونه ډالرو ته رسيږي .
دکورنيو چارو وزارت وياند ددومره اندازي نشه يې توکو نيول په تيرو دوه کلونوکې بې ساري بولي او دا دنشه يې توکودقاچاق کوونکو لپاره يو دروند ګذار بولي .