په هلمند ولايت کې دولسواليو دامنيي قومندانانو دظرفيتونو دلوړولې په موخه سمينار جوړشوى دى.
دنوموړي ولايت امنيي قومندان دسمينار دپيل پرمهال خبريالانوته ويلي ددغه سمينارڅخه يې موخه داده چې دولسواليو امنيه قومندانان اونور هغه پوليس چې ددې ولايت په بيلابيلو سيمو کې په دندو بوخت دي خپلوکارونو ته متوجي کړي،له نړيوالو اونورو امنيتي ارګانونو دمسؤلينو سره په ګډه اوهمغږۍ کار ورکړي .
په ورته وخت کې دسويل لويديځ زون دناټو دقومندان مشاور دسمينار دپيل پرمهال وويل دوي به هم دپوليسو په مسلکيتوب کې مرسته کوي اوترڅنګ به يې دامنيت په ټينګولو کې ورسره ګډ کار کوي .