د لراوبر يادونه : ددې ليکني سره يو ځای د هلمندولايت لسګونو قومي مشرانو او سپين ږيرو ولسمشر ته د لښکرګا ښاروال په اړه رسمي شکايت کړی ، ددې لاسليکونو کاپي له لراوبر ويبپاڼي سره هم خوندي ده .
په هلمند ولايت کي غلاوي ، فسادونه ، ترورونه او اخلاقي فسادونه خپل وروستي اوج ته رسېدلي دي
او ددې ټولو فسادونو مورينه ددغه ولايت والي ګلاب منګل دی چي اوس يې نور فساديان هم زېږولي دي چي نن يې موږ د يوه پر کارنامو رڼا اچوو :
د ګلاب منګل دغه د غلاوو او فساد ملګري او شريک د لښکرګاه ښاروال حاجي داود دی چي په لاندي ډول يې يو شمير کارونه او فعاليتونه تر سره کړي دي .
۱- د تصدي بست د رياست نمرې چي بايد د اصولو له مخي د تصدۍ کارمندانو ته توزیع سوی وای ، خو ارزښتناکي نمرې ښاروال (حاجي داود) او انجنیر حبيب الله د ښاروالۍ انجنير چي دواړه سره شريکان دي اخيستي دي ، تر پلان اضافه نمرې دولتي ساحه وه چي عمومي څلوېښت مترې ته را خلاصي دي ، د سولې د چوک څخه د جنوب خوا ښې لاسته دوې نمرې څنګ پر څنګ په جوړه سوې نقشه يوه نمره ۹ الف د احمد ذکي (انجنير حبيب الله ) د اختر محمد زوی .
۲- او بله نمره ۱۰ الف د سميع الله ولد نورالله د ښاروال داود ورور دی د وړو څنګ لورو نمرو کار په اساسي او پاخه ډول ۹۰٪ ته رسيږي .
البته د ښاروال (داود) پلار او د اکا زوی په تصدي بست کي مامورين دي هغوي ته يې هم پنځه بيسوې څلور نمرې ورکړي دي ، چي د قانون له مخي دوﺉ ددوو نمرو مستحيقين دي .
همدارنګه يې ۱- الف ، ۲- الف ، ۳- الف ، ۴- الف ، ۵- الف ، ۶- الف ، ۷- الف ، ۸- الف نمرې په نه پلان سوې ساحه کي اهل الله عبيدي د برېښنا رييس ته ورکړي دي .
۳- او هم پر عبدالصبور د کرلي زوی باندي يې ۱۰ رهايشي نمرې په نوموړې ساحه کي د نقدو پیسو په مقابل کي پلورلي دي ، د يادولو وړ ده چي د تصدي بست شرقي طرف ته يې ۶ نمرې نوري اوس تر کار لاندي نيولي دي او خط اندازي يې کړې ده چي دا هم ښايې د خرڅلاو لپاره وي .
۴- بي – ۳ ساحه چي پخوا نمرې او توزيع سوی و ۳ رهايشي نمرې په دغه نمبر ۷۷- ۷۹ او ۱۳۳ د اداري مجلس د پرېکړي څخه پرته ښاغلي مسترد کړي دي ۷۷ نمبر نمره يې نورالله ولد جلات چي د ښاروال پلار دي توزيع سوې او ۷۹ نمبر نمره د اختر محمد ولد عبدالحق په نامه توزيع سوې ده چي دا بيا د انجنير حبيب الله پلار دی .
۱۳۳ نمبر نمره مځکه يې د عبدالحي ولد عبدالحق په نامه توزيع کړې او بيا يې په لوړه بيه پلورلې ده .
۵- همدارنګه ښاورال (داود) د انجنير حبيب الله په منځګړيتوب ۲ رهايشي نمرې سي ۲ يا سي ۲ ټپيک په ساحه کي چي عبارت له ۲۲۴نمبر او ۲۲۶ نمبر نمرې يې د ښاروال د کنټرول د مدير پر زوی نور محمد خرڅي کړي دي .
۶- ښاغلي داود په ۸۰۰۰۰۰۰اته ميليونه پاکستانيو کلدارو يو کور د بي يو په ساحه کي را نيولی دی او دوه ۴ کورونه يې د کابل ښار د مکروريانو په ساحه کي د وزيري په رهنما کي رانيولي دي ، ويل کيږي چي ۳۰۰۰۰ زرو ډالرو په ارزښت يوه عراده موټر په کابل کي د چکر لپاره رانيولی دی ږ
۷- همدارنګه د سي يو په ساحه کي يې يو بلاک پر حاجي عبيدالله بارکزي په ۳۰۰۰۰۰ دري لکه ډالره خرڅ کړی دی ، حاجي عبيدالله په بيلابيلو نومونو پیسې تحويل کړي دي .
او بل بلاک يې پر حاجي طاووس اسحق زي باندي په ۳۰۰۰۰۰ درې لکه ډالره خرڅ کړی دی چي نوموړي هم په مختلفو نومونو پیسې تحويل کړي دي او دريم بلاک يې پر حاجي شراف الدين باندي په ۳۰۰۰۰۰درې لکه ډالره پلورلی دی .
۸- د صافيانو د ۵۵۱ پلان جنوب لور ته د پارک ساحه کي ۳ کارتې نمرې يې نقشه کړي ، د محل د خلکو څخه يې ۴۵۰ لکه پاکيستانۍ کلداري ټولي کړي دي او خلکو ته يې ويلي دي چي د ښار سازۍ په وزارت کي يې درته تعديلوم خو تر اوسه ندی توانېدلی ، نمرې توزيع سوي اوېزونه خلکو اخيستي دي .
۹- قصبه دهقاني کي پلان لاندي اضافه نمرې توزيع سوي دي په مقابل کي يې ۳۶۰۰۰۰۰۰ درې سوه شپېته لکه پاکيستانۍ کلداري د حاجي تورګل او خليفه محمد شاه څخه اخيستي دي .
نوموړې ساحه د تجارتي مارکيټونو ساحه ده خو د رهايشي نمرو په شکل داود جان وېشلې ده .
۱۰ – د شهيد غلتان سر ته په هديره کي يې دوه ۲ مارکيټونه د ناوې د ولسوالۍ د ملاشريف پر زوی مستري نېک محمد باندي خرڅ کړي دي چي ددې بيه راته د کوښښونو څخه وروسته هم معلومه نه سوه .
۱۱- د حاجي شراف الدين ۲۰ جريبه مځکه چي نږدي ۱۵ جريبه په اداري ساحه کي راتله ښاروال داود حاجي شراف الدين ته د نوموړي د مځکي په بدل کي په ډي ای دولتي تفصيلي پلان کي ۴۵ نمرې بېله دې چي د وزارت زراعت تبادلي مرحله طی سي په غير قانوني ډول توزيع کړي دي ، د ذکر سوو رهايشي نمرو د اسناد د خلاصېدو له کبله حاجی شراف الدين ۱۰ رهايشي نمرې او يو بای پور هيلکس مو ټر ښاروال داود ته د رښوت په ډول ورکړي دي .
۱۲- د لښکرګاه پله غرب طرف ته چي د نادعلي ، خلچ ، ګرمسېر ، خانشين ، مارجز ، او بولان اوسنی د موټرو تم ځای دی ۱۸ جريبه مځکه يو څوک چي د لغمان ولايت سره تعلق لري د ملکيت سند په لاس لري اوس ښاروال داود ۸ جريبه مځکه د مځکي خاوند ته او ۱۰جريبه مځکه ځان ته اخلي چي اوس په ياده ساحه کي ۳۵۰ موقتي دکانونه سته ښاروال داود غواړي د بولان پر لوړي چي پلان يې د ښار جوړوني له وزارت څخه رد سوی دی د ۷۰۰ دکانونو خط اندازي تکميل سوې ده ۳۵۰ دکانونه ذ موقتي دکانونو خاوندانو ته ورکوي او پاته دکانونه په فروش رسوي .
۱۳- د ملي امنيت نمرې چي د ښار جوړوني له وزارت څخه يې پلان رد سوی وو ښاروال توزيع کړي دي ، يو جريب مځکه يې رييس د ملي امنيت ته ورکړې او درې نمرې مځکه ښاروال نيولې ده .
۱۴- ۸ يا ۹ مياشتي وړاندي ۶۰۰ فارسل ۱۰۰ کيلو ګرامه غنم دکليو د پراختيا او بيا رغاوني د رياست څخه د ښاروالۍ د مامورينو په نامه وړي دي چي له دغه جملې څخه ۱۰۰ فاسله مامورينو ته ورکړل سوي دي ، ۵۰۰ فارسله يې خپل کورته وړي دي .
د غبرګي په نامه سيمه کي ۸ رهايشي نمرې پر عبدالباقي د حاجي خدای نور پر زوی په قوم اڅکزی باندي هره نمره په ۱۵۰۰۰۰ پاکيستانيو کلدارو پلورلي دي .
۱۵- د ۵۵۱ پلان کي ۲۷۵ نمرې مځکي هره د يوې نمرې عريضه په ۳۰۰۰۰۰ پاکيستانيو کلدارو خرڅه کړې ده ، هغه داسي چي د والي څخه امر ددوﺉ په نامه اخيستل کېده .
۱۰ رهايشي نمري يې د ولايتي شوراد يوه وکيل عبدالله جان پر اخښي فی نمره په ۸۰۰۰۰۰ اته لکه پاکيستانيو کلدارو خرڅي کړي دي .
۱۶ – ښاروال داود ۵۰۰۰۰۰ پنځه لکه کلداري د قدرت الله شرافت مدير د ناقيلينو څخه د رشوت په ډول اخيستي دي چي د کارته لګان په ساحه کي يې د يوه جنجالي دکان اوېز ځيني اخيستی دی .
۱۷ – ۲ عرادې موټرونه يوه عراده روسي کاماز او يوه عراده روسي کراز يې د ښاروالۍ څخه ايستلي دي او بيا يې نر غوندي خرڅ کړي دي .
۱۸ – د مامورينو د اضافه کاري په نامه هره مياشت ۲۵۰۰ افغانۍ خپل جېب ته اچوي البته په اصلي استحقاق کي د مامورينو امضا اخلي او بل فرعي جدول چي ۱۰۰۰يا ۱۱۰۰ افغانۍ پکي درج دي ددې لپاره چي ښاروال داود ته خپل حساب معلوم سي دواړه جدولونه د محاسبې د مدريت سره محرم قيد دي .
۱۹- همدارنګه د صافيانو په ساحه کي حاجي خړ ، حاجي جانان او حاجي وراره هر يوه ۵ جريبه مځکه رانيولې ده خو هر يوه د لسو څخه تر شلو جريبو پوري غضب کړې او ښاروال داود دغه مځکه په غير قانوني غير منظوري سوي شکل باندي نمرې کړل خو د هري نمرې په مقابل کي يې دوه لکه کلداري د نوموړو ۳ کسانو څخه د شريني په ټوګه اخيستي دي مجموعه ۲۵۰ دوه سوه پنځوس لکه پاکيستانۍ کلداري کيږي .
۲۰ -ښاروال داود يوه عراده لکسيز موټر د ښاروالۍ د عوايدو څخه ځان ته رانيولي دي چي پکي ګرځي د قانون له مخي حق نه لري ، ۲ بای فورونه يو مخته بل شاته په هر موتر کي ۴ عسکر ناست د ښاروال دواد ساتونکي دي .
د ښاغلي ملاقات د وزيرانو د ملاقات څخه هم سخت دی ټولو مشرانو ته په سپکه سترګه ګوري ، ډېر متکبر انسان دی ۷ نفره دده په امر ترور سوي دي ، نوموړي په ډېر کم وخت کي دونه سرمايه پيدا کړه چي هيڅ يو ملی تجار په يې ښايې ونه لري .
۲۱- اوس يې بيا يو بل پلان د ۱۲ ناحيې په نامه په کار اچولی دی چي ۲۰۰۰ نمرې کيږي د قومي مشرانو او مخورو په نامه يوه حصه توزيع کوي ۹۹ حصې به ښاغلی په فروش رسوي ، اوس پلان د ولايت د فاسد مقام څخه د منظورۍ لپاره د ښار جوړوني وزارت ته لېږل سوی دی .