سیدسعید
کله چي دپخواني شوري اتحادوحشي سروپوځونو ۱۳۵۸دمرغومي پر۶مه نېټه دبین المللي قوانینواوبشري ارزښتونوپرخلاف دافغانستان پرخاروه یرغل وکړاوخپل وفادارلاسپوڅی «ببرک کارمل »یې پرټانګ سپورافغانستان ته راوست اودکابل پرپلازیې نصب کړ.نوپه نړیواله کچه یې دملګروملتونو،اسلامي کنفرانس ،اروپایې اتحادیې او…..لخوا په کلکه غندنه وسوه .دغه رازپه داخل کي بیادترکي اوامین دلاسپوڅواوبې دینوحکومتونوپرضددافغاني غازیانووړو- وړو غورځنګونو وروسته له دې چي شوروي بربنډپوځي تېری وکړد یوپیاوړي اوغښتلي ملي پاڅون بڼه غوره کړه او په ډېره لنډه موده کي یې دهیوادپه ختیځ اولویدیځ شمال اوجنوب کي دشوروي اشغالګرو لښکرواودهغوی دافغان مزدورانو(خلقیانواو پرچمیانو) په وړاندي داسي ګړندی اوبریالی مقاومت پیل کړچي ،نړیوالویې بیخي اټکل هم نه کاوه .
سرولښکرودخپلي وحشي تګلاري اوجنګي ستراتیژۍ له مخي یونیم ملیون افغانان شهیدان اوهمدومره یې معلول اومعیوب کړل ،پنځه ملیونه هیوادوال یې هم دخپل کوراوکلي پرېښوولوته مجبوراودنړۍ په بېلابیلوهیوادونومخصوصاایران اوپاکستان کي په ډېروستونزمنوحالاتوکي مېشتیدني ته اړکړل .دکمونیزم دمکتب شاګردانود«مرګ برامپریالیزم ، زنده بادکاګران جهان »ترشعارلاندي په قفقاز،منځنۍ اسیا،ختیځه اروپااوافغانستان کي په ملیونونو غریبکار،کرګر،کارګر،بزګربې دفاع عوام آن ښځي ،کوچنیان اوبوډاګان په داسي وحشت اودهشت له تیِغه تېرکړل چي ؛دچنګېزیانواونازیانودظلمونوریکارډیې مات کړ.که دنوروڅخه صرف نظروکړواویوازي دکابل دڅرخي پله په کرغېړن زندان کي دمظلومواسیرانودنوکانوایستلو،دسرپه وریښتانودراځوړندولو،په ایشیدلواوبوکي دغوټه کولواونوروغیربشري کړنووبوږنونکوداستانونواوکیسوته غوږاوځیرسونوبېله شکه چي دکاڼي غوندي سخت زړونوبه هم نرم سي اودکمونیزم – سوسیالیزم پرپیروانواومزدورانوبه لعنتونه ووایې !.
دازادوسرچینوپه حواله دڅرخي پله په زندان کي دکابل دکمونستي رژیم او«کي جي بي »لخواد۱۲۰ــــ ۱۵۰زره افغانان ترډول ډول شکنجواوتعذیبونولاندي اسیران ،بیاشهیدان اووروسته بیادهمدې محبس دننه اودباندي اودپلیګون په دښتوکي په ډله ییزه توګه دبلدوزرونوپه واسطه ترخاورولاندي کړل سوي دي چي؛ ډېری کورنۍ اوس (یودېرش کاله وروسته) هم دوخت دکمونست رژیم لخوادکورنۍ دبندي سووغړودمرګ اوژوندله حاله نا خبره دي اوپه رواني لحاظ ځني کړیږي اوځوریږي .
بلخوابیادافغان بهادرملت دسپېڅلي پاڅون او کاري ګذارونوله امله دشوروي اشغالګروځواکونوپه زرهاووحربي نقلیه وسایط،په سلهاووجنګي اوترانسپورټي الوتکي اوپه ملیاردونوډالراوروبله توري خاوري اوایري سول اودغه رازیې ترسل (۱۰۰)زره زیات عسکرټپیان اوشل (۲۰)زره یې مړه اودافغانستان په غرونواوډاګونوکي دکارغانواولیوانوخوراک سول .روسان له افغانستان څخه ترلس کلني خونړۍ جګړې وروسته د۱۳۶۷\\دسلواغې پر۲۶مه نېټه په تېښته بریالي سول .دافغان ولس دبې دریغه قربانیوپه برکت نورمحکوم ولسونه اوملکونه هم دسره ښکېلاک له پنجوڅخه خلاص اوازادسول ؛حتی دبرلین دیوال دافغان جهادله عظمت اوهیبته پرسجده سو!اونورنود«وارسا»په نوم دخوني ښامارله شره نړیوال خوندي سول .
متأسفانه چي جفاکاري نړۍ اوپه ځانګړې توګه ناټوـــ امریکادافغانانوددې ستراحسان په بدل کي نه یوازي داچي مرسته وسره نه کړه ،بلکي پرهمدې مظلوم خوغیورملت یې دنړیوالومقرره قوانینوپرخلاف وحشیانه یرغل وکړاودوی (امریکایانو)هم دشورویانوپه شان کلي اوکورونه وران ،ښځي اوکوچنیان شهیدان کړل اوپه نیموشپوکي دافغانانودکورونودروازې په بمونوالوزوي ،بې موجبه یې بندیانوي اوحتی په سپیویې داړي .خوافغان میړني ولس دصلیبي امپریالیزم په وړاندي هم ملي پاڅون کړی دی اودهیوادټوله سمه اوغر،کلي اوښارونه یې ورته سره اورونه ګرځولي دي ان په قرارګاووپسي ورننوځي اوهورې دمرمیوډک شاجورونه پرتشوي ،په بارودي واسکټونوپوښلي شرین بدنونه اوښایسته اندامونه پرپټاووي ،اشغالګران پخپلووینولمبوي اودمرګي وکندي ته یې ورټېل وهي ؛چي په پایله کي یې هره ورځ دلسهاووصلیبي اشغالګروعسکرودکرغیړنواوبوینوجسدونوډک تابوتونه دواشنګټن ، لندن ،برلین ،پاریس او…..په ویرجنه فضاکي راکښته کیږي اوتابوتونه یې خپلوان په لویولویوکریږواورمباړوبدرګه کوي اودخپلوحکومتونوپرضدشعارونه ورکوي چي :«نوردي زموږبچیان دخپلوشخصي ګټواودامریکاسره ددوستۍ په خاطردافغانستان په اوږده اوتاواني جنګ کي نه وژني اوژرترژره دې له دغه ملکه راوباسي ».
هو! تاریخ ثابته کړې ده چي، هریرغلګر افغانستان ته راغلی بیایې روغ سرنه دی ایستلی اوپه نژدې ماضي کي خودوارسادعروج همدااوسني اشغالګران هم شاهدان دی ،داسي عروج چي په اروپااوامریکاکي یې دغربي واکمنوخوبونه تښتولي وو،خودافغان میړني ولس په وړاندي یې د ماتي نړیواله جایزه واخیستله .نوامریکابه هم دعسکرواوتجهیزاتوپه زیاتوالي ،دمتعددوستراتیژیوپه جوړیدواودلاسپوڅورژیمونواوڅېروپه رداوبدل اوتحمیلولونه تنهاسوبه ترلاسه نه کړي ،بلکي دوی به هم په ډېرلنډراتلونکي کي دمتعال څښتن (ج)په مرسته دافغان غازي په هوډاوتوره دیرغلګروپه قبرستان لرغوني اوویاړلي هیوادافغانستان کي دژوند(عروج)وروستۍ سلګۍ ووهي .انشاءالله