لراوبر ته د هلمند ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر څخه په يوه رالېږل سوې خبرپاڼه كي راغلي چي د يو لړ ځانګړو عملياتو په ترڅ كي چي د دې ولايت د واشېر ولسوالۍ په مربوطاتو كي د ګډو ځواكونو دخوا د وسله والو پر پټنځاى ترسره سول په پايله كي يې د خبرپاڼي په حواله څلور وسله وال وژل سوي او پنځه نور ژوندي نيول سوي . په خبرپاڼه كي يادونه سوې چي په دې عملياتو كي ځواكونو او ولسي وګړو ته كومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې .
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسه وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي .