په سمنګان ولايت کې دترافيکي پيښې له امله پنځه تنه وژل شوي اوپنځه نورټپيان شوي .
دنوموړي ولايت دترافيکو مدير وايي ياده پيښه ددغه ولايت په مرکزايبک ښارکې هغه مهال وشوه چې يو موټر له يوبل مسافر وړونکې موټر سره وجنګيده .
هغه زياتوي دپيښې په قربانيانوکې ښځې اوماشومان هم شامل دي .
په ورته وخت کې دسمنګان دعامي روغتيا چارواکي په ياده پيښه کې ديوشمير ټپيانو روغتيايي حالات هم نازک ښودلى .