کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / ترڅو د تروريزم سرچيني وچي نشي، سيمه او نړۍ به د تروريزم له تهديد سره مخ وي

ترڅو د تروريزم سرچيني وچي نشي، سيمه او نړۍ به د تروريزم له تهديد سره مخ وي

دا چې له ډيري اوږدي مودې راپديخوا د پاكستان دولت او په ځانګړى توګه د هغه هيواد پوځي او استخباراتي كړۍ د القاعده او تروريزم لپاره يوه ښه د تمويل او تجهيز سرچينه بلل شوي، چې په دې اړه په وار وار سره نړيوالې ټولنې او لويديځو هيوادونو هم پاكستان د تروريزم او القاعده ډلو د مراكزو په شتون په دغه هيواد كې تورن كړى، او د نوموړو ډلو پر وړاندې له پاكستان حكومت څخه د دوي د ځپلو غوښتنه كړى، خو پاكستان هر ځل د نړۍ او سيمي هيوادونو پر وړاندې له دوه مخې سياست او چل ول څخه كار اخيستي، او له دوي څخه يې په ښكاره او پټه توګه ملاتړ كړى چې د دوي لپاره يې په قبايلي لرې او غرنيو سيمو كې  ښوونيز كمپونه پرانستي او تر ښوونې او روزنې لاندې نيولي تر څو د خپل پايښت او ګټو لپاره په سيمه او په تيره بيا په ګاونډيو هيوادونو كې بې امنيو ته لمن ووهي.
همدا رنګه دا هم د سيمي او لويديځو هيوادونو ته څرګنده شوي چې په يادو شويو سيمو كې چې  ترهګريز او تروريستي اعمال تر سره شوي او وروسته له څيړنو څخه دا په ډاګه شوي چې د دغو ترهګريزو كړنو عاملين په پاكستان كې تر روزنې لاندې نيول شوي او بيا دې ته هڅول شوي تر څو په نوموړو هيوادونو كې تروريستي بريدونه تر سره كړي چې ښې بيلګې هم لري،      
دا چې د سيمي هيوادونو تر څنګ د نړۍ زياترو هيوادونو چارواكو، سياسي كارپوهانو او شنونكو په وار وار سره دا په ډاګه كړه چې پاكستان د القاعده او ترهګرو ډلو لپاره يو د امن ځاى دى او د نوموړى هيواد پوځي كړۍ او په ځانګړى توګه د اى اس آى استخباراتي سازمان له  پوره ملاتړ څخه برخمن او د دغه سازمان لخوا تر ښوونې او روزنې لاندې نيول كيږي، او له نړيوالې ټولنې څخه يې په پاكستان كې له دوي څخه د پراخو عملياتو غوښتنه كړى وه، تر هغه وخته چې تروريزم اصلي ځالي او مراكز په پاكستان كې و نه ځپل شي، سيمه او نړۍ به د تروريزم له تهديد سره مخ وي، چې دا دى يو ځل بيا په دغه اړه افغان خبري سايت د ايران دولت د لوړ پوړو چارواكو له قوله يو مطلب خپور كړى چې په نوموړى مطلب كې د ايران دولت يو ځل بيا له پاكستان څخه په كلكه غوښتنه كړى چې د نوموړى هيواد وسلوال مخالفين او هغه ډلي چې د ايران پر ضد په نوموړى هيواد كې فعاليت تر سره كوي ونيول شي او دغه هيواد ته دى وسپارلي او په صراحت سره يې دا ويلي چې القاعده او ترهګر د پاكستان په خاوره كې شتون لري او په ايران كې د وروستيو ترهګريزو كړنو مسوول هم  پاكستان ګنلى دى، او زياته كړى ده چې دغه ډلي د پاكستان په ختيځو او سرحدي سيمو كې مراكزاو فعاليت لري.
دا څرګنده خبره ده چې په پاكستان كې د القاعده، تروريزم، طالبانو، حقاني ډلو تر څنګ د عبدالمالك ريګي ډله چې د ايران پر ضد فعاليتونه تر سره كوي هم پټ او ښكاره مركزونه لري چې هر يو يې په خپل وار سره د افغانستان ، ايران او سيمي په سرحدي سيمو كې پراخ شتون لري او هر وخت او مهال چې وغواړي له پلي اوړي او په دغو هيوادونو كې په ترهګريزو او تروريستي كړنو لاس پوري كوي، چې په پاكستان كې د دوي شتون لپاره ښه بيلګه يې په دې وروستيو كې د عبدالروف ريګي او نصرالدين حقاني نيول دي چې په خپله د پاكستان دولت د رسنيو لخوا د استخباراتي كړيو له لورې د نوموړو كسانو نيول تائيد كړل، چې دا پخپله د دې ګوايي وركوي چې د دغو ډلو مراكز او شتون په پاكستان كې څرګند دى او له دغه هيواد څخه د سيمي او نړۍ د بې ثباته كولو لپاره په ترهګريزو او تروريستي اعمال لاس پورې كوي.
 دا چې له كلونو راهيسي د سيمي هيوادونو لكه افغانستان، ايران او هندوستان تر څنګ نړيواله ټولنه او په ځانګړى توګه د امريكا متحده ايالاتو چارواكي په دي ټينګار كوي چې د القاعده او طالبانو د ډلي مشران په پاكستان كې هستوګن دي، او په دې وروستيوكې  د افغانستان د جګړي په اړه د ويكي ليكس انترنتي سايت په  زرګونو افشا شويو اسنادو له مخې ټولو ته دا ثابته شوي چې پاكستان له القاعده او طالبانو څخه ملاتړ كوي. د يادوو شويو واقعيتونو په پام كې نيولو سره په كار ده چې امريكا په پاكستان كې د نوموړو ډلو د مشرانو د نيولو او ځپلو لپاره په سيمه او نړۍ كې د تروريزم د مخنيوي او د سولې او ثبات د تنګښت لپاره په خپله تګلاره كې ښكاره بدلون رامنځته او پاكستاني چارواكي او په ځانكړى توګه د نوموړى هيواد د آى اس آى او پوځي لوړپوړي كسان تر خپلې كلكې څارنې لاندې ونيسي او له نوموړى هيواد څخه په كلكه وغواړي چې د طالبانو او مذهبي افراطيانو سره خپل روابط او مرستي بندي او د تروريزم پر وړاندې په مبارزه كې له نړيوال ائتلاف سره په ريښتينى توګه ملتيا وكړي او تروريزم، القاعده او نورو افراطي ډلو په له منځه وړل كې پوره ونډه واخلي دا ځكه چې د افغانانو تر څنګ اوس د سيمي هيوادونه هم له نړيوالې ټولنې او پاكستان څخه غواړي چې په خپل هيواد كې د دوي ښوونيز مراكز او هستوګنځايونه بند او يا هم له منځه يوسي . دا ځكه چې اوس مهال پاكستان د تروريزم او مذهبي افراطيت په ځاله بدل شوى او  تر څو چې په پاكستان كې د تروريزم سرچيني له منځه نه وي تللي تر هغه وخته به د سيمي او نړۍ هيوادونه له ترهګريزو او تروريستي بريدونو او تهديدونو سره مخ وي.