کور / سياسي / اوباما په جنګ کښي کتاب څخه :

اوباما په جنګ کښي کتاب څخه :

لیکوال: بوب وډ وارډ
ژباړه :مصطفی احمدي
یادونه : اوباما په جنګ کښي د امریکامشهور ژورنالست بوب وډ وارډ لیکلي دي تر دي مخکي نوموړي بش په جنګ کښي کتاب هم لیکلی وو چي د لوستونکو له دروند استقبال سره مخامخ شو.


اروپايي هیوادونه د فوځي جنګ وړتیا نه لري


• د هر هیواد هیواد قومندان تر هغه وخته چی له خپل دفاع وزیر څخه یی اجازه نه وي اخستی په جنګ کي برخه نه اخلی
• فوځي زده کړي یی نیمګړي او وسایل یي ښه نه دي .
• امریکايي فوځ له غرونو څخه په تکلیف دی .


تیر کال چي کله په امریکا کښي افغانستان ته د اضافي فوځ په لیږلو بحث روان وو اوباما په ناڅاپي ډول دا پوښتنه را پورته کړه چي که د څلویښت زره فوځ لیږل ضروري وي ، مونږ له ناټو او نورو اروپايي متحدینو څخه څومره فوځ تر لاسه کولای شو؟ ټول فوځونه باید ولي یوازي د امریکا وي؟ ددي پوښتني ملاتړ دامریکا ددفاع وزیر ګیټس هم کاوو. مګر د امریکايي فوځ د مشرانو ځواب ډير بي خونده وو. فوځي جنرالانو ویل چي د ناټو ا و نورو اروپايي ملکونه د کوم فوځي جنګ وړتیا نه لري او د طالبانو په څیر له سرسخته جنګیالیو سره خو بلکل نشي جنګیدلی. افغانستان کي صرف امریکايي فوځ له طالبانو سره مقابله کولای شی. جنرالانو اوباما ته دي لاملونه په ګوته کړل : د اکثرو اروپايي هیوادونو د عکسرو د فوځي تربيي وړتیا ښه نه ده ددوي په نسبت امریکايي فوځیان ښه روزل شوي له امریکايي فوځ سره چي کوم سازسامان دي هغه له هیچا سره نشته . دا صرف هغه خبري وي چي اوباما ته يي وویلي مګر کومي چي يي ونه ویلی هغه تر دي زیاتي وي . چي هر وخت به يي امریکايي جنرالانوپه خپل منځ کي یادونه کوله . په اصل کي د ناټو او نورو اروپایی ملکونو چي څومره فوځیان هم په ا فغانستان کي شتون لري د هر هیواد فوځیان بیل قانون،قومندان او وزیر دفاع لري . چي یو قدم هم اخلي دوي له خپل قومندان او وزیردفاع څخه امر غواړي، تر څو چي د هغوي امر رارسیږي جنګ ختم شوي وي . د امریکايي فوځ افسران وايي چي کله مونږ د ناټو یا بل کوم اروپایی هیواد فوځيانو ته د جګړي ووایو هغه اول خپل قانون ته ګوري چي په دي حال کښي د فیر اجازه شته کنه؟ که یي قانون اجازه ورکړي بیا په افغانستان کي له خپل قومندان څخه اجازه غواړي قومندان بیا له فوځي مشرانو څخه اجازه غواړي او فوځي مشران بیا ددفاع له وزیر سره مشوره کوي کله چي نوموړی اجازه ورکړي هغه وخت جګړه په فتحه یا ماتي سره خلاصه شوي يي په کومه کښي چي له دوي څخه د ګډون غوښتنه شوي یی. امریکايي جنرال وايي چي د جنګ بنسټیز اصول دادي چی فوځیان باید تر یوه قومندان لاندي وی او په یوه امر وچلیږي مګر په افغانستان کي د بیلو،بیلو فوځیان شتون دا زیان لري چي چي په هره علاقه کښی څو فوځي قومندانان يي، هر قومندان خپل قانون او امرونه چلوي. جرمني فوځیان هیڅ وخت هم د امریکايي فوځیانو خبره نه مني انګریز فوځیان هم صرف د خپل قومندان امر مني . په دي توګه طالبان تل بریالیتوبونه تر لاسه کوي . له همدي امله امریکايي جنرالانو افغانستان ته صرف د امریکايی فوځیانو لیږل غوښتل . د امریکا ولسمشر د ټولي دنیا جنګ غوښت لیکن اوس ورځ په ورځ دا جنګ یوازی د امریکا جنګ کیږي او زیان یی هم یوازی امریکا ته رسیږی .
د امریکايي فوځ مشرانو اوباما ته یو بل شکایت هم څو واره وکړ، کله چي به اوباما پوښتنه ځني وکړه چي اخر تاسو ولي افغانستان کي د بریالیتوب کومه مشخصه نیټه نشي را کولای؟ ددوي ځواب دا وو چي عراق او افغانستان لکه ځمکه او اسمان دومره فرق لري. عراق کي د سړکونو وضعه ښه وه،هلته کوم غر نه وو،تر ټولو غټه خبره دا چي هلته یو بندر موجود وو چي امریکايي فوځیانو هر څه غوښتل د اوبو له لاري یی راوړلاي شوای . د عراق برعکس افغانستان یو غرنۍ هیواد دی ټول مهم سړکونه يي له غرونو او غونډیو څخه تیریږي په غرونو کښي د سړکونو حالت خراب دي که پاخه هم شي بیا هم د غرونو په لارو کښي کومه فوځي قافله تیزه نشي تیریدلای ددي فایده طالبانو اخلي او زیان يي امریکا ته رسیږي. . په غرونو او غونډیو کښي د طالبانو راج دي . هر کله چی دوي وغواړي اکمالاتي لار ي بندولاي شي . په هموارو سیمو کي موجود طالبان هم له دي ګټه اخلي او امریکايي فوځ د اکمالاتو د بندیدو له امله زیان ګالي .
د فوځي مشرانو په ځواب کښي اوباما وویل چي فوځ دپلان د نه جوړولو سزا ګالي . نوموړي وویل که عراق او افغانستان دوه مختلف هیوادونه يي نو فوځ ولي هغه پلانونه چي په عراق کښي عمل په شوی وو په افغانستان کښي کاروي؟ اوباما زیاته کړه چي افغانستان لپاره بیل پلان ولي نه جوړیږی . نوموړي دا هم وویل چي د فوځي مشرانو دا کار دي چی ددي حل ماته ووايي نه دا چي د ناکامۍ سببونه ماته بیان کړي . اباما دا غوښتل چي فوځي مشران یو داسي پلان ورته وښيي چي په هغه باندي په عمل کولو سره امریکا له افغانستانه ووتلای شي . نوموړي وویل چي کله چي ده د امریکا د حکومت مشري په لاس کښي اخیسته هغه وخت افغانستان کښي ۶۸ زره فوځيان وو. اصولي باید اوس هلته ۳۵۰۰۰ فوځیان پاتي واي ځکه چي تر اوسه هلته زیات امریکايي عسکر موجود دی کله چي دی واک پریږدي باید افغانستان کښي صرف ۲۰ زره فوځیان پاتي وي .