کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د افغا نستان درې اړخیزه ستونزې

د افغا نستان درې اړخیزه ستونزې

د بن د تحمیلی تا ریخی تړون  د پلې کید و څخه وروسته له یوې خوا په افغانستان کې یو لړ نوې سیاسی، اقتصادی اوټولنیز بدلونونه منځ ته راغلی او دبلې خوا یو شمیرملی ، سیمه ییز او د نړیوالو هېوادونو حساساسیتونه او غبرګونونه راوپارول او د منځنۍ او جنوب لویزې آسیا عنعنوی د یتا نت ( دقواو انډول) چې د سوړجنګ څخه وروسته ټینګ شوې  د امریکا متحده ایالاتو او ناتو په ګټه پای ته ورساوه.


دبن د تړون دپلی کیدو سره سم نه یواځې جلاوطن واکدار برهان الدین ربانی خپل ریاست جمهوری بایله بلکې د افغانستان پخوانی پاچا دخپل درې فقره ییز پلان سره دافغانستان د سیاسی ډګر څخه ووت خو د مرحوم پاچا د مشورتی ګروپ غړی حامد کرزی واک په داسې حال په لاس کې واخست چې د کابل ښار سره له دې چې دبن تړون سره سم باید غیر پوځی پاته شوې یو ځل بیا دشمال تلوالې تر ولکې لاندې راغی. د شمال تلواله چې په کورنیو جګړو او اداری فساد کې لوی لاس درلودله یو ځل بیا په یوه لویه سیاسی او پوځی ځواک باندې بدله شوه. د شمال تلوالې ډ دغه پوځی برلاسی اغیزه نه یواځې په موقته او  انتقالی بلکې په منتخب حکومت کې پاته شوه.له بده مرغه منتخب حکومت هم د ائتلافی نظام ډول غوره کړه او لکه هر آئتلافی حکومت د سبوتاژ سره مخامخ شو.


دملی اړخ له پلوه افغان دولت د ملی واکمنئ په ټینګښت کې پاته راغی ، د ښایسته سالاری د نشتوالې له امله حکومت په اداری فساد کي ډوب شو، د تیرونظامونو ملی خائینین ، د بشری حقوقو ناقضین وبخښل شول،  د مخدره موادو تولید او قاچاق معمول شو، د نړیوالې ټولنې اقتصادی مرستې په اغیزمنه توګه مصرف نه شوې او لڼډه داچي اجرائیوی قوا ، مقننه قوا او قضایه قوا لکه چې هیله کیدله په دې باندې بریالی نشول چې خپل رغنده او جوړونکې دنده په ملی سطحه ولوبوي برعکس نن ولسی جرګه د اجرائیوی قوا پلانونه شڼد وی او قضایه قوا نه د ملی شورا او نه د حکومت له خوا ملاتړ تر لاسه کوی چې دغسې نظام ته ناکامه دولت وایی.


د بن د تړون ستر لاسته راوړنې اساسی قانون ، منتخبه ولس مشری نظام ، ملی شورا دی او یو شمیر ټولنیز ارزشتونه دي. خو د بن د غوندې متشګله موزائیک سیاسی قومی جوړښت او دهغه د قومی ډوله جوړښت انعکاس د موقتې ادارې په چوکات کې سبب شو چې د لومړی ځل دپاره د افغانستان حکومت سیمه ییز بڼه غوره کړي او د حکومت په چوکات کې  ډ ملی مصلحت ،  ښایسته سالارې ،  پروفشنلیزم او  سیاسی اړیکې ځای قومی او سیمه ییزې اړیکې ونیسی چې د دې سیاسی تیروتنې مسؤلیت د نړیوالې ټولنې په غاړه دی چې په نتیجه کې په کابل کې داسې حکومت ټینګ شو چې د خپل امنیت د پاره تر ننه پورې بهرنیانو ته نیازمند دی. د دې دلیل لاڅرګند نه چې ولې د نړیوالې ټولنې تر څارنې لاندې د افغانستان منتخب دولت په لوی لاس د اداری فساد او درغلی سره مخامخ شو او د بیا رغاونې په چاروکې د پنځه لس ملیارد دالرو مرستې د ترلاسه کولو سره سره دومره چې افغان ولس طمع کوله پاته راغی.


  دملی لید لورې له پلوه ترټولو لوی ټاوان چې حکومت خپل بڼست او افغان ولس ته رسولې په دولتی چارو ګې بی سارې اداری فساد او بروکراسی ټیڼګښت دی چې د حکومت د پرمختګ او د ولس د اعتماد مخ ډب کړی دی.


د اداری فساد د عواملو او عواقبو څېړل هراړخیز څېړنې ته اړتیالری. دایوه جدی مساله ده او بې له شکه راتلونکې حکومت ته په میراث پاته کیږی.


د اداری فساد د ټیڼګښت په لوړو دولتی څوکیو کې دځینو څېړونکیو په باور کوږوالې د بن په ټړون کې وینې يعنې د ربانی حکومت پر پڼست مصلحتی حکومت جوړیدل ، د انجیوګانو سره ڼړیوالې مستقیمې مرستې ، د ملګروملتونو ا اداری فساد تداوم ، د جنګسالارانو، د مخدره موادو مافیا موجودیت په اداری نظام کې د اداری فساد اوبروکراسی د ټینګښت علت په ټیټ رتبه  دولتی مامورینوکې د معاشاتو کموالې بولی.   


جګړه د ملی اړخ له پلوه د افغانستان د رواني ملی غمیزې د عواملو څخه یو ستر اړخ  ده چې ملی ، سیمه ییزی او نړیواله ابعاد لری چي نه افغان دولت ، نه طالبان او نړیواله ټولنه د حل لاره ورته موندلی شي.


له بده مرغه په افغانستان کې روانه جګړه نه د نظام په بد لیدو کې حلیږی ، نه په ټول ټاکنو کې ، نه د لويی جرګې له لارې او نه د دولت او طالبانو په خبرو اترو کې ځکه چې افغان حکومت او طالبان د جګړې یو اړخ دی یعنې د جګړې کورنۍ اړخ چې ډواړه خوا زړه نا زړه غواړي چې جګړه په افغانستان کې ختمه شی خو د نورو اړخونوسترګو ته یی ګوري.طالبان جنګی افراد لری خو د دولت جوړولو د پاره نه پلان او نه پروګرام لري خو یواځې واک غواړی مګر د کابل حکومت چې د دولت جوړولو دپاره پلان او پروګرام لري نه واک لری او نه ځواک او د اراری فساد په ناروغی کې اخته شوې دی او د پاته کیدو دپاره بهرنیو ځواکونو ته اړتیا لری. د طالبانواو د کابل حکومت د خبرو اترو بهیر هغه وخت ناکامه شو چې په کابل کې دملګروملتونو ویاند د ولس مشر حامد کرزی خبره رد کړه اووې ویل چې د کابل اداره د هغو کسانوسره خبرې نه کوی کوم چې د دوی نومونه یی په تورلست کې دي دا ثابتوی چې د جګړې نړیواله اړخ ډیر غښتلی دی ځکه چې له یوې خوا القاعدې او استخباراتی ټولنو طالبانو ته ڼه پریږدی چې بې له قیده او شرطه خبرو ته کینې او د بلې خوا نړیواله ټولنه هم کابل حکومت ته نه بریږدی چې بې له قیده شرطه د خبرواترو دپاره لاره پرانیزي. بهرنیان د افغانستان خاوره او پښتونخوا د جګړې د ډګر په ټوګه کاروی ، هر اړخ يی خپل اوږد مهاله او لنډ مهاله سیمه ییزې او نړیواله استراتیژیکه اهداف لری او دخپل هدف د لاسته راوړلو دپاره د افغانستان په خاوره کې جنکیږي.


  د افغانستان په خاوره کې د جګړې ستر بهرنی اړخ هغه اړخ دی چې د هغه په وړاندې په 2001 کال ګې نړیواله ضد تروریزم جګړه پیل شوه یعنې د القاعیدې ډله یوه ارخ او دجګړې بل اړخ د متحد ایالاتو په مشری د ناتو په شمول نړیوالي آئتلاف جوړوی.له هغه ځایه چې دا د امریکا اوالقاعیدې جګړه د افغانستان اوپښتونخوا په خاورو کې دي ،  طالبان او قبایلی پښتانه د خدایی خد مت ګار په ټوګه خپلې خاوره د جګړو میدان ګرځولی دي او د جګړې دواړه خواوې خپل اهداف لری نو افغانان یا افغان دولت دا نړیواله جکړه ختمولای نشي تر څو چې د تروریزم ضد جګړه په نړیواله سویه لکه سوړ جنګ ختم نشي.


د نړیوالې آئتلاف د ضد تروریزم د جګړې د ګټلو د پاره د امنیت دشورا د پریګړی سره سم په کابل کې یوه سیاسی نظام ته اړتیا درلودله. دبن دتړون په نتیجه په کابل کې د شمال تلوالې پربڼست داسې حکومت ټینګ شو چې دهغه په راس کې یو پښتون وی او دا حکومت په ماهیت کې یو آئتلافی ډوله ، سهامی ډوله ، قومی ډوله وخوت. او نړیوالې ټولنې دغه نظام سره ، اقتصادی ، سیاسی او پوځی مرستې وکړې او


ورته دنده وسپارله چې په افغانستان کې ولسواکې ټینګه کړي خو پس له شپږ کاله د نظام سالاران په ښکاره نارې وهي چې نظام په اداری فساد کې ډوب شو ، د ځمکې مافیا ،د مخدره موادو مافیا ، د آزاد مارکیت ما فیا د ولس په برخلیک کې واکمن شو.دا ولې؟ ځکه چې دبن  تړون بڼست کوږ کېښودل شو يعنې د نه یواځې د پخوانی پاچا درې فقره یی پلان چې د هغه وخت سیاسی بدیل یا آلترناتیف حیثیت درلود بلکې پخوانی پاچا د افغانستان دسیاسی ډګرڅخه وایستل شو او دبلې خوا نړیواله ټولنه او په تیره بیا د امریکا پخوانی د دفاع وزیر سخت کوښښ وکړ چې پښتانه د افغانستان د پوځی ، سیاسی ، اقتصادی او ټولنیز ډګر څخه وباسی یا په انګریزی اصطلاح پښنتانه په افغانستان کې مارجنل لایز کړی او په دې کارهم بریالی شو ځکه چې پښتانه د طالبانو د رژیم په نسکورولو کې په لوی لاس برخه نه ؤ اخستی نو د نؤیوالې ټولنې له خوا مجازات  شول( دافغانستان د موقت او انتقالی حکومتونو پوځی او اداری جوړښت ته مراجعه وکړی). د بن د ټړون د لاس لیک کیدو په وخت کې نړیواله ټولنه عقیده درلوده چې پښتانه د تروریزم ضد په جکړه او د طالبانو په ځپلو کې برخه نه دې اخستې نو مستحق دحکومت کولو نه دی نو په نتیجه کې پښتانه په سمبولیکه توکه اولږه کی قوم په توګه د افغانستان په پوځی او اداری چارو کې په موقت او انتقالی حکومت کې برخه درلودله. دپښتنو نشتوالې د افغانستان په پوځ ،امنیتی او اداری چاروګې له یوې خوا او د مصلحتی اوغیر مسلکی نظام د بلې خوا سبب شو چې په افغانستان کې د موفت او انتقالی حکومت په دوران د افغانستان ملی د پنځوس زرو نه ریات نشی او پولیس او اسخباراتی دستګاه په لولاس د شمال قوماندانو ته ولویږی او امنیت ېه هیواد کې ټیڼګ نشی.دبلې خوا نړیوال ځواکونه پښتنو ته دشک په ستروګوری دقومی مشرانو چې غوښتل کابل نظام سره اړیکې ټینګ کړي بمباری کړي او د ودونو په مراسموکې باربار بمباری وکړی نو په نتیجه کې امنیت په افغانستان کې تینګ نشو نو د بیارغاونې کار په اګاهانه یا نا آګاهانه ډول په لویه کچه د پښتنو په سیمه کې دځڼد او خڼد سره مخامخ شو. که څه هم د منتخب حکومت  پیلیدو سره افغان دولت او نړیواله ټولنه متوجه شول چې قومی انډول په پوځی ، اداری اوفرهنګی چارو کې دپښتنو د نارضایتی سبب شوي ده او د پښتنو سیمی دبې امنیت ډګر او د خاشخاشو په کرونده باندې شویه ډیره هڅه وکړل متعادله او متوازنه مسلکی نظام منځته راوړي او ڼه په سمبولیکه بلکې په عملی توګه د افغانستان په دولت کې شامل کړی خوله بده مرغه د پاکستان ، ایران او روسیی استخباراتی سازمانونه د بلې خوا د طالبانو بقایاوی ، د مخدره موادو مافیا ، دکابل د رژیم څخه ناراضه ولس او د القاعیدې ترورستی ډله د افغانستان د پښتنو به سیمه کې سیاسی او پوځی ډکر ته داخله شی او ابتکار  په لاس کې واخلی افغانستان اعراقیدوخواته وډانګي او د امریکا دپاره په افغانستان کې بله جبهه جوړه کړي او دغو عوامل دي چې د په افغانستان کې د بې ثباتی او د کمزوري نظام ستر لاملونه ګڼل کیږی. دبلې خوا متحده ملی جبهه چې نیمایی برخه د دولت او ملی شورا جوړوي د کرزی دولت سره ستراتیژیک اختلاف لری په دې معنی چې متحده ملی جبهه صدارتی نظام غواړی او د کرزی ولس مشری بڼه لری او د ولس مشر لومړی مرستیال او دکابینې یوشمیر غړي د دولت اپوریشن جوړوي چې د نړی په هېڅ ګوټ کې داسې نظام نشته او باید کمزور وی او دا دولت د نړیوالې ټولنې په مالی با پوځی مرستي نه غښتلی کیږي. د دولت جوړښت کې نړیواله ټولنه نه غواړي چې ژور بدلون راوړي ځکه چې نړیواله ټولنه چې د افغانستان د پوځي ، سیاسی او اقتصادی موتور څرخوي اټکل کوی چې د افغانستان جنوبی سیمی بې ثباته ده او که دشمال تلوالې واک داران که څه هم په بې کفایتی او اداری فساد متهم وی د واکه لری کړي نو شمال هم دجنوب په شان بې ثباته کیږی. که چېرې دا طرز د تفکر رښتیاوی که هرڅومره ملت نارې ووهی په اوسنې نظام کې بڼستیزه سیاسی اصلاحات منځته نه راځي.


دپښتنو  قبایل د افغانستان په استقلال او امنیت کې ستر تاریخی نقش لوبولی دی. د افغانستان د خپلواکې به جګړه کې د انګریزانو لوی پوځی چونی ګانې ټل او واڼه په شمالی او جنوبی وزیرستان کې د قبایلو په مرسته مات شوې، دجهاد په دوران کې قبایلی سیمې د افغان مجاهدینو اکمالاتی مرکز او د افغان مهاجرینو کورؤ ، خو نن د افغانستان په نا امنیو کې ستره ونده لری د افغانستان د روان نا امنیو بله لامل د سرحدی قبایلو منفی ونډه د افغانستان اوپښتونخوا په امنیت کې ده.


د دیورند د کرغیړن کرښې د غزیدو څخه د ثور تر کودتا پورې سرحدی قبایل دافغانستان د دولت سره ولاړه ؤ نو ځکه پنجابی پوځ او استخباراتی سازمان او د هغه روزل شويو اجنتانو ډیر هڅه وکړه چې افغانستان بې ثباته کړی خو بریالی نشو ځکه چې قبایل ڼه پریښودله چې پاکستان قبایلی سیمې د استخباراتی او اکمالاتی سیمه په توګه د افغان دولت پرضد استعماله کړي البته داهم باید وویل شي چې د قبایلو ریاست په سرحدی علاقو کې د پنجابیانو پوخی او استخباراتی فعایتونه له نژدې څارل نو ځکه په افغانستان کې امنیت ټینګ ؤ. اوس قبایلی سیمه مسقیماً د اسلام آباد د واکدارانو تر نظارت لاندې دی او هر ډول سیاسی فعالیت او ګوند جوړول په قبایلو کې منع دی نوځکه د قبایلو سیاسی ، کلتوری او ټولنیري ذهنیت دنړی تر هر ګوت څخه تیټ ده او قبایل بې هدفه ټوپک ګرځوي او القاعیدې اواستخباراتی سازمانونو د ګټې د پاره سر شیندي.


پاکستان د خپل جوړیدو سره جوخت په کمین ناست و چې څنګه افغانستان بې ثباته کړی او د دیورند کرښې مساله د افغان دولت د ذهن څخه وباسې او قبایل پنجابی پلوه کړي او د افغانستان د بې ثباتی له پاره یوه اکمالاتی او لوژستکی اډه وګرځوی خو روسانو تاریخی طلایی موقع ورته برابره کړه د ثور دکرغیړن کودتا څخه ورسته افغانستان خپل استقلال بایلله او پنجابیان د امریکا په مرسته په قبایلو کې د سیاسی ابتکارښیرازه په لاس کې واخست. هغه وخت آفغان مجاهدین ، پنجابیان او آزاده ضد کمونستی نړی مشترکه وجهات درلودل خو د افغان جهاد دبریالیتوب د پیلیدو سره  سم تشدد پلوه استخباراتی بڼسته سیاسی اسلام د عنعنوی اسلام چي د پښتنو د دودو پرپڼست ولاړه وه ځای ونیول او په پای کې د قبایلو سیمه د القاعیدې اکمالاتی ،روزنیز او د بشری قواوو په مرکز باندې بدله شوه.پنجابیانو د افغانستان د تضعیفولو د پاره د القاعیدې سره دومره زیاته مرسته ورکړه چې اوس القاعیده د پاکستان د بې ثباتولو په ډکر بدله شوې ده.افغان دولت او نړیواله ټولنه هم دې ته متوجه شوه چې د افغانستان سیاسی ثبات په هغو سیاسی او پوځی فعالیتونه اړه لری چې په قبایلی سیموکې ترسره کیږی او دغو فعالیتونو د مهار کولو دپاره د کابل حکومت پلان د امن جرګه دایرول وه خوله بده مرغه قبایل او د القاعدې ،طالبان ،  د پاکستان ، ایران ، روسیی او هغو ډلو په  استخباراتی ، روزنیز او اکمالاتی مرکز باندې بدل شويده کوم چې غواړی امریکې او ناتوته د افغانستان په خاوره کې ماته ورکړي همدغه دلي دی چې د افغانستان د جګړې نور اړخونه جوړوی او له همدې کبله ده چې دا جګړه په افغانستان کې د افغاني جرګو او مرکو له لاري نه حلیږی.پکاره ده چې د دیورند د کرښي د دواړو غاړو قبایلی جرګه جوړه شي ، قبایل منضمه شي اوهغوی سره اقتصادی ، سیاسی او پوځی مرستې وشي او په قبایلی سیمو کې ښونځي او پوهنتونه او تلویزیونو فعاله شی ترڅو چې دقبایلی ټولنې د ژوندانه بڼست مات شی او دسرحد قبایل د پنجاب او افراطی عربو فدایی سرباز نشې. خو دا هغه چې پاکستان په هیڅ صورت نه قبلوی مګر داچې نړیواله ټولنه په زور په پنجابیانو ومني او زور هغه شی دی چې پنجابیانو ورته سر په آسانی ټیټوي.


د افغانستان د نا امنیو بله سبب د افغانستان ګاونډیو هیوادنو ستراتیژیک پلانونه دي. پاکستان په افغانستان کې ضعیف او لاس پوسې نظام غواړي او د بلې خوا د امریکا موجودیت په افغانستان کې نه غواړي. دا ، دغه معنی نه لری چې پاکستان بهرنی عسکر زغملی نشي که امریکا خپل پوځی اډه په پنجاب او سند کې جوړه کړی دسل کالو دپاره غلامی مني او خپله غلامی ثابته کړی هم ده. پاکستان دې نه ډاریږی چې مبا دا د ناتو قواو په موجودیت کي یو غښتلی ملی ، اسلامی ولسواکه نظام افغانستان کې جوړشی.


ایران که څه هم دبن په تړون کې د ایران پلوه ګوندونو له لارې خپلې ګټې په افغانستان کې خوندي کړي دی خو امریکا او ناتو په ډاګه ویلی دي چې اتومی ایران زغملی نشي نوڅرګنده خبره ده چي ایران غواړی چې امریکا په افغانستان کې په جګړه کې ښکیل شي ترڅو چې ایران ته ټاوان ونه رسوي. د شانګای ټولنه د ناتو بریالیټوب په افغانستان کې په خپل ګته نه وینی نوبې شکه غواړي چې امریکا په افغانستان کې په جګړوښکیل شي. د ناتو قواوې په بې رحمانه توګه عملیات او ورځ په ورځ د کابل حکومت ځېنې شکایت کوی او د افغانستان دبې ثباتی لامل ګرځیدلی او د افغان حکومت ملی واکمنۍ له منځه وړی ده او نه دومر افغان پوځ سره مرسته کوی چې هغه په خپل پښو ودریږی.