دسوداګرۍ اوصنايعو وزير ډاکټر انورالحق احدي وايي ايراني چارواکو ورسره ژمنه کړه چې ډير ژر به دتيلو هغه ټانکرونوته چې ددغه هيواد په پوله کې درول شوي دي افغانستان ته دورتګ اجازه ورکړي .
دسوداګرۍ اوصنايعو وزير چې دمګړۍ په ايران کې دى وايي تردي دمه دتيلولسوټانکرونوته دورتګ اجازه ورکړل شوي ده .
نوموړى زياتوي ايراني چارواکو ورسره ژمنه کړي چې تر راتلوونکو دوه ورځو پوري به ټولو دوه زره ټانکرونو ته دورتګ اجازه ورکړي .
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه