کور / تازه خبرونه / په عاج ساحل کې د واک پر سر ناندرۍ روانې دي

په عاج ساحل کې د واک پر سر ناندرۍ روانې دي

په عاج ساحل کې دتاوتريخوالو ډيروالي په زرګونه تنه ددغه هيواد اوسيدونکې هيواد پريښودو ته اړ کړي .
په ورته وخت کې دملګرو ملتونو سازمان وايي تراوسه ديادشوي هيواد څوارلس زره تنه دلايبيريا ختيځ ته کډه شوي دي .
دا په داسې حال کې ده چې په نوموړي هيواد کې دولسمشرۍ دټاکنو وروسته تاوتريخوالو زور اخيستى او نږدي دوه سوه تنه خپل ژوند له لاسه ورکړى دى .