کور / تازه خبرونه / پاکستان په پښتونخوا کې د ٤٠ وسله والو د وژلو ادعا کوي

پاکستان په پښتونخوا کې د ٤٠ وسله والو د وژلو ادعا کوي

پاکستاني چارواکي وايي په باجوړ ايجنسۍ کې له خونړۍ چاودني وروسته دسخت دريځو په مرکزونو هوايي بريدونه کړي اوڅلويښت تنه يې وژلي .
دغه چارواکي زياتوي يادشوي بريدونه يې دتوپ لرونکوچورلکو په واسطه ترسره کړي .
ديادونې وړده وسله والوطالبانو دجمعې په ورځ د پاکستاني پوځ په امنيتي پوستو بريد وکړ اودوولس پاکستاني سرتيري ووژل .
دا په داسې حال کې ده چې تيره ورځ په باجوړ کې يوځانمرګى بريدله امله له سلوزياتو ملکي وګړوته مرګ ژوبله واوښته .