کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د یوه توکم د غوښتنو او روا حقونو په قربانی کولو سره ملی یووالی نه شی ټینګیدای!

د یوه توکم د غوښتنو او روا حقونو په قربانی کولو سره ملی یووالی نه شی ټینګیدای!

له ۲۰۰۱م کال وروسته چی په  کی طالب واکمنی د امریکا او متحدینو د څه باندی یوه میاشتنی هوایی او ځمکنی ستر او پر له پسی برید په پایله کی را وپرځیده او بیا په بن کی د افغانستان د راتلونکی اداری په باب یوه نړیواله غونډه جوړه شوه.
په دغی غونډی کی نه پوهیږو چی تیروتنه وشوه که قصدا داسی وشول چی ډیرکی پښتانه دی په هیواد کی ورو، ورو له خپل برخلیک لری کړای شی.د غونډی پایله دا شوه چی افغانستان د کړکیچ له یوه نوی بهیر سره مخ شی.اوس چی دا دی د طالب واکمنی تر پرځیدو وورسته هم په هیواد کی د جګړی سور اور بل دی لامل یی همدا د بن له چلوټو دکه ناسته ده چی د برتانیی د بهرنیو چارو پخوانی وزیرډیوید میلیبند او د ګنو مقتدرو هیوادو چارواکو پری اعتراف کړی دی.
د بن ناستی د افغانستان لپاره په لومړی ګام کی یوه لنډمهاله اداره او ورپسی منځ مهاله اداره وړاندیز کړه چی په همدی بهیر کی به هیواد ته نوی اساسی قانون جوړ شی او د ولسمشری لومړنی ټاکنی به کیږی.
د دغو ادارو لپاره د سویلی ولایت کندهار اوسیدونکی حامد کرزی چی پښتون دی،غوره شو.
څو د طالبانو تر واکمنی وروسته داسی ونه انګیرل شی چی د هیواد دغه ستر او له پیړیو را هسی واکمن قوم له خپل سیاسی برخلیک بی برخی شوی دی.د ښاغلی کرزی شاوخوا ته متعصب کسان چی د پښتنو وینو ته ناست دی را غونډ شول دوی د هری ورځي  په تیریدو سره پښتون میشتو سیمو ته د جګړو لمن ور پراخه کړه.او دغه بهیر همداسی د نړی د څه باندی ۴۰ پیاوړو هیوادو په پوځی شتون کی روان دی.
جمهور ریس کرزی چی د واک له مودی یی دا دی لس کاله تیریږی د خپل واک د ساتنی لپاره عجیبه پالسی پر مخ وړی.دغه ښاغلی د دی پر ځای چی په ټولو چارو کی ډیرکی پښتانه شریک کړی،لږکیو ته یی مخه کړی هره ورځ ورته د ژوند د آسانتیا لپاره قوانین جوړوی او د پښتنو د روا غوښتنو او حقونو په قربانی کولو سره هڅه کوی چی ملی یووالی ټنیګ کړی.د دغی ادعا د ثبوت لپاره ګڼی بیلګی شته چی یوه یی هم ښاغلی جمعه خان همدرد دی.
ښاغلی همدرد یو داسی جهادی قوماندان دی چی تر بل هر څه ډیر د هیواد ملی ګټو ته ژمن کس دی.د پکتیا اوسنی والی همدرد په بغلان او جوزجان ولایتونو کی هم دغه پست په ښه توګه پر مخ یوړو.خو هلته د ځینو نازولو چی د ښاغلی کرزی په واک کی کلیدی لوبغاړی بلل کیږی په وړاندی خنډ شو.دا خو یوه ښکاره خبره ده چی یو حکومتی چارواکی باید په ولایتونو کی له بل هر څه ډیر د مرکزی حکومت د واک په پیاوړتیا کی هڅه وکړی.جمعه خان همدرد هم په دغی لار کی خپله ټوله انرژی مصرف کړه خو ښاغلی کرزی په دغی مهمی لار کی یواځی پریښود.د دغی ادعا د ثبوت لپاره یوه بله ادعا هم ارواښاد محمد اکرم خاکریزوال دی د بلخ پخوانی امنیه قوماندان ښاغلی خاکریزوال هم په دی لار کی ډیر هڅاند شخص و چی د بلخ د متعصب والی عطامحمد نور په اشاره له واک لری شو.
د ښاغلو همدرد او خاکریزوال قربانی کول د کرزی د تګلاری یوه برخه ده یوه داسی تګلاره چی اوس یی ان شمال سیمی په کابو ویشل شویو سیمو  اړولی په تیرو ولسمشریزو ټاکنوکی د مرکزی حکومت استازی عطا محمد نور په سپین سترګی سره دولتی امکانات د عبدالله عبدالله په کمپاین کی مصرف کړل او کرزی هم ور ته لاس تر زنی ناست و.په دی چارو هم اکتفا ونه شوه او مولانا معنوی د ټاکنو په کمیسون کی داسی چاری وکړی چی په پایلو یی ان ڼاتو هم خوښه نه ده.د ولسی جرګی په تیرو بدنامو ټاکنو کی د پښتون واکمن قوم د لا زیات ګوښه والی هڅه وشوه چی د ولسمشر کرزی له لوری دا کړنی به هیواد له یوه نوی بحران سره مخ کړی.په دی هیله چی ښاغلی کرزی له متعصبو کسانو خلاص شی او د یوه قوم په قربانی کولو سره بل قوم ته له امتیاز ورکولو را وګرځی او د هیواد ملی ګتو ته ژمن کسان د هیواد په هغو سیمو کی وټاکی چیری چی له هر پلوه ستونزی شتون لری.له دی پرته بله لار نشته ځکه ښاغلی کرزی،د ده اړوند ټیم ،ناټو او امریکا نه شی کولای په دی سیاست سره ښه ورځ ووینی.ځکه پښتون پښتون دی او د بل تر امر لاندی ژوند ژوند نه بلکی مرګ ګڼي.لکه چی په دی باب ستر احمدشاه بابا فرمایی:
آزادی تر بادشاهیه لا تیری کا
چی د بل تر امر لاندی شی زندان شی
په درناوی