په نوموړي اثر کي استاد محمدمعصوم هوتک په کلاسيک ادب کي د پښتو د لوېديځي لهجې څرکونه څېړلي او په متسنده توګه ئې د کلاسيکو شاعرانو په شعرونو کي د نوموړي لهجې آثرات، اصطلاحات، وراشې او سره ورته مفاهيم په خورا دقيق ډول څېړلې او سپړلي دي.
د استاد نوموړی اثر په څلور فصلونو کي د يادي لهجې سره د کلاسيک ادب بېلابېل اړخونه تر څېړني لاندي نيسي، چي په دې توګه په کلاسيک ادب کي د لوېديځي لهجې هراړخيز ورته والی په مستنه توګه ثابتوي. موږ استاد ته د دې نوي اثر د خپرېدو مبارکي وايو.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه