په بادغيس ولايت کې شل وسله وال طالبان دسولي له بهيرسره يوځاى شوي دي .
دنوموړى ولايت امنيه قومندان وايي دملاعبدالله په مشرۍ دوسله والو طالبانو دغه ډله ددغه ولايت په قدوس ولسوالۍ کې دسولي له بهير سره يوځاى شوي ده
امنيه قومنداني زياتوي يادي ډلي يوه اندازه وسله هم پوليسو ته ورکړه او ټاکل شوي چې ډير ژر دهغوي په سيموکې دبيارغاوني پروژ هم پيل شي .
دا په داسې حال کې ده چې تيره ورځ په لغمان ولايت کې يوه وسله وال ډله له دولت سره يوځاى شوه .
ديوبل خبرله مخې په فراه ولايت کې ديوماين دچاودنې له امله يو پوليس وژل شوي اوڅلور نورټپيان شوي .
دنوموړې ولايت امنيي قومندانۍ وياند وايي دغه پيښه دبالابلوک ولسوالۍ کې سړک ترغاړي ديوماين دچاودنې له امله رامنځ ته شوي .
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه