فرانسي دريژون دونارنښان دافغانستان دملي امنيت پخواني رئيس امرالله صالح ته ورکړ.
دغه نښان چې دفرانسي يوله مهمو نښانونو څخه شميرل کيږي بنسټ يې ددغه هيواد دپخواني امپراطورناپيلون باناپارد لخوا کيښودل شوى دى .
دغه نښان دنړۍ علمي،فرهنګي،پوځي اوسياسي شخصتيونوته چې دفرانسي نه وي ورکول کيږي .
دفرانسي سفير چې ښاغلي صالح ته يې دغه مډال ورکاوه وويل دغه مډال يې ځکه نوموړى ته ورکړى چې افغانستان ته يې دستايني وړ خدمت کړى .
امرالله صالح په بيلابيلو سياسي اوټولنيزو برخوکې کار کړى دى .
نوموړى له يوزرو دري سوه يواتياکال څخه تر دري اتياکاله پوري دملي امنيت په رياست کې دجاسوسۍ ضداوکشف ريئس په توګه دنده اجراکړي وه چې له هغي وروسته په ديارلس سوه دري اتياکال کې دملي امنيت دعمومي ريئس په توګه په دنده وګمارل شوو اودغه دنده يې تر ديارلس سوه نهه اتياکله پوري اجرا کړه .
امرالله صالح وروسته له هغې له خپلي دندي استعفا ورکړه کله چې وسله والو طالبانو دسولي دمشورتي جرګې دجوړيدو په ورځ په کابل کې په راغليو ميلمنو ډزي وکړي .