نن سه شنبه دخوست ولايت په يعقوبيو ولسوالي د يو بم چاودنې له امله پنځه پوليس ووژل شول .
د يعقوبيو ولسوال لطف الله وويل چې نوموړې پيښه هغه مهال رامنځ ته شوه چې د يوه ټولي قوماندان رازق نور د خپل کور څخه د دندې په لور روان وو
بابکرخيل په وينا چې په چاودنه کې د رازق نور دوه زامن او دوه نږدې خپلوان وژل شويدي او سراچه موټر يي هم په بشپړه توګه له منځه تللی دی .
طالبانو د پيښې پړه په غاړه اخستي ده او وويلي يې دي چې په پيښه کې پنځه پوليس وژل شويدي