دملګرو ملتونو امنيت شورا په يوې ځانګړې ناسته کې دسومالياحالات له څيړلو وروسته په سومالياکې دافريقايي ټولنې پرسوله ساتي ځواکونو زياتولوباندي يې هوکړه وکړه .
درپوټونو له مخې ددغه هوکړې له مخي دسوماليا دسخت دريځو ډلو پر وړاندې به دافريقا دټولنې دسوله ساتي ځواکونو شميره به له اته زرو څخه دولس زرو ته اوچت شي .
ديادونې وړده تردې وړاندې افريقايي ټولنې له سومالياڅخه دسخت دريځو په ځانګړې توګه دالشباب د ډلې دشړلو په موخه له امنيت شورا څخه غوښتې وه ترڅو په دغه هيواد کې دسوله ساتوو ځواکونو شميره شل زرو ته لوړه کړي خو دملګرو ملتونو امنيت شورا له لورې دغه وړانديز نه وو منل شوى .
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه