د پاکستان صدراعظم سيد يوسف رضا ګيلاني ويلي چي په شمالي وزيرستان کي د عملياتو ترسره کول د پاکستان د ولس صلاحيت دئ او په دې هکله د هيڅ چا فشار نه منو.
ګيلاني ويلي د سوات عمليات يې د ولس په خوښه کړي وو او د شمالي وزيرستان په هکله به هم ولسي استازي او مشران پرېکړه کوي، چي څه وخت او په کومو سيمو کي ترسره سي.
ګيلاني دغه څرګندوني د امريکا هغه فشار ته په جواب کي کړي چي له پاکستان څخه په شمالي وزيرستان کي د القاعدې او افغان طالبانو پر مرکزونو د حملې غوښتنه کوي.
ګيلاني د آى ايس آى اداره د خپل هيواد يوه تر ټولو مهمه شبکه وبلله او ويې ويل چي د امريکا د نيويارک محکمې ته به يې مشر هيڅوک هم ور کش نکړاى سي.
د امريکا د نيويارک ايالت د بروکلين محکمې د آى، ايس، آى مشر جنرال شجاع پاشا او درې نور نظامي او استخباراتي چارواکي د ٢٠٠٨ کال د ممبى په حملو کي په لاس لرلو تورن کړي او ويلي دي، چي جنرال شجاع دي محکمې ته حاضر سي.
د نيويارک محکمې ويلي چي جنرال شجاع د دې حملو تنظيموونکو ته د روزني او امکاناتو په برابرولو تورن دئ.