مه مې مينځئ خلکو چې وژلی مې خپل يار يمه
زه ګـــورئ شهيد يم ، ځــــم جنت ته ورپه ﻻر يمه
زه بــــه په جنت کــــې خــــــپل قاتل ته انتظاريمه
غواړم يــــې جنت کـــې زه د خپل يار طلبګار يمه
دا مې دی وصيت خلکو نادان يار ته مې ووايئ
ما د مــــينې پـــور، پـــوره ادا ندی قرضدار يمه
رادې شـــي جنت تـــه ﻻ دمينـــــې پــــوروړی يم
بيا که رانه ژوند غواړي ، هرڅه منم تيار يمه
وي که د خدای امر ، چې زما قاتل دوزخ ته وړي
ځم ورسره هلته ، خوښ په څنګ کې د نګار يمه
پوه يې کړئ چې بې له ياره ، زه جنت کې نه اوسم
زه په قوم پښتون يم ټينګ وﻻړ مې په ګفتار يمه
يار چې په کې نه وي نو به دا جنت ، جنت نه وي
بېل چــــې لــــه يار اوسم زه له دې جنت بېزار يمه
يار غـــــواړم لـــه خدايه ډېر يــې تږی د ديدار يمه
زه قــــيام خپل يار ته ﻻ تــــر اوســــه وفـــادار يمه