کور / تازه خبرونه / د خوست پوهنتون محصلين له زاړه نصاب نه شکايت کوي

د خوست پوهنتون محصلين له زاړه نصاب نه شکايت کوي

دخوست دشيخ زاهدپوهنتون محصلين دزاړه درسي نـصاب او په ليکچرونوکې دنه بدلون له امله نيوکه کوي .
په دغه پوهنتون کې نږدې څلور زره تنه په نهه پوهنځيوکې لوړې زدکړي کوي .
بلخوا دشيخ زاهدپوهنتون رئيس وايي له استادانو سره يې بيلابيلي ناستي کړي چې دنني عصرله پرمختګونوسره سم ليکچرونه برابر کړي .
خو نوموړى مني چې ډيري استادان ځوانان دي او روزنې ته اړتيا لري .