کور / خبرتیا او پيغامونه / د استاد محمد اصف صميم د خدمتونو په وياړ غونډه جوړيږي

د استاد محمد اصف صميم د خدمتونو په وياړ غونډه جوړيږي

دانش خپرندویه ټولنې او لغمان فرهنګي بهير په ګډه د پښتو اداب د درانه شخصیت استاد محمد آصف صميم د ادبي هلو ځلو او پښتو ژبې ته د هغه دنه ستړي کېدونکيو خدمتونو په ویاړ د یوې ادبي غونډې جوړولو نیت کړی.
په دغه غونډه کې به د هغه د ليکنو،اثارو او هلو ځلو په اړه مقالې لوستل کېږي او هم به یوه ازاده مشاعره ترسره شي.
ټولو درنو قلموالو او په ځانګړي ډول د استاد له مینه والو ته په دغه درنه غونډه کې د ګډون بلنه ورکوو.
وخت : د ماښام پېنځه بجې
نېټه: د جدي لسمه ۱۳۸۹ ل کال (۳۱ دسمبر ۲۰۱۰)
ځای : لغان ولايت