په غزني ولايت کې دامنيتي ځواکونو په يولړ عملياتوکې د دولت اته ويشت وسله وال مخالفين وژل شوي او اوه نور نيول شوي .
دنوموړې ولايت سيمه ييز چارواکې وايي دغه عمليات دغزني ولايت په نا امنه سيموکې له څو ورځو راهيسې شوي اوتراوسه هم روان دي .
هغه زياتوي په دې عملياتوکې د دولت پنځه وسله وال قومندان هم وژل شوي دي .