د آيساف له خوا په خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي چي ددوی يو سرتيرى د يو غير جګړه ايز ټپ څخه د فبرورۍ په ٢٥ مه د افغانستان په سويل کې مړ شو، په خبرپاڼه کي د پېښي دقيق ځای نه دی ياد سوی خو دومره وايي چي د افغانستان په سويل کي دا پېښه رامنځته سوې ده او آيساف دمګړۍ د هغو لاملونو پلټنه کوي، چې په پايله کې يې دا پيښه را مينځ ته شوه.
د آيساف له پاليسۍ سره سم ، آيساف د وژل شوو سرتيرو هويت وړاندې تردې، چې اړوند هيواد يې په ډاګه کړي ، نه جوتوي.