کور / سياسي / د افغانستان دری لسیزه خونړی سیاست او د افغان سیاستوالو لوی غـفـلت!

د افغانستان دری لسیزه خونړی سیاست او د افغان سیاستوالو لوی غـفـلت!

 
په عامه توګه د سياست په ډګرکښي عام وګرو یا رعیت ته د قدر او احترام وړ هغه سیاستوال شمیرل کیږي چي تر هرڅه لومړي  خپلي خاوري او هیوادوالو ته وفاداري وي.  دا هغه صفت او کلکه اراده ده چي هیڅ نوعه قدرت اي مخنوي نشي کولاي. د انساني تاریخ په اوږدو کښي د غوره ذکرشویومواصفاتو خاوندانو خپل هیواد او هیوادوالو ته ډیر بریالیتوبونه ورپه برخه کړي دي د میثال په توګه لکه خپلواکي، سوکالي، يوالي، او غوره اقتصاد او داسي نور.
 لبده مرغه زمونږ ځني هیوادوال په دي یقین دی چي سیاست یعني  دروغ ویل او یا بل لوري ته بازي ورکول دي. په حقیقت کي داسي نده سیاست ځانګړي پوهه ده او په نړیواله کچه داسي ښونځي نشته چي د سیاسي زدکړو پوهنځي په کښي وجود ونلري.  په خاصه توګه  قدرتمنده هیوادونه خپل سیاستوال داسي روزي چي د خپل هیواد او هیوادوالو د خدمت په لارکښي هیڅ احساس د خستګی نکوي بلکی د هیواد او هیوادوالو لپاره لکه د شمعي په شان ځان سوځي خو نورو هیوادوالوته ړڼا خوروي.
د ګران هیواد افغانستان د دري لسیزه خونړي سیاست په بهیرکښي زمونږ افغان سیاستوال داسی د غفلت په خوب ویده وو چي نه ای ځانونه وژغورل او نه ای د هیواد او هیوالو حفاظت وکړ. له بده مرغه اوسني  افغان سیاستوال یوله بل ځخه بیزاره، د خپل ورورذکاوت او علمیت نشي زغملی، د سالمی لاری پرخواه قدم نشی اخستلي د تخریب لپاره هری قربانی ته چمتو دی، نفسی خواهیشات مو هغه حد ته رسیدلی چی یواځي د خپل ځان مطرح کول راته ترهرځه غوره ښکاری. بي اتفاقی او نه پیرزوینه هغه کچي ته رسیدلی ده چي د یو بل سپکي او وریکي ته انتظار باسو، په مجلس کښي مو خبره یوه وي خو کله چي له جلسی ځخه بهر شو د یوبل د تخریب لپاره ګوښي پلانونه طرحه کوو، چي په نتیجه کښي مو خپل خلک پر خپل لاس د اورپه لمبوسوي دي.
د هغه وجه داده چي قدرت ته رسیدل او د دولت لاسته راوړل دمره غوره راته ښکاري چي د خپل هیواد د راتلونکی نسل لپاره هیڅ احساس د مسولیت نکوو، او کله چي د مصیبت سره مخامخ شو نو بیا ناري وهو چي د احمد او یا محمود له لاسه پرمونږ دا مصیبت رانازل شوي دي، په حقیقت کي الله تعالي داسي د نفاق په مرض مبتلا کړي یو چي نه په سیاسي تګلاره پوهیږو او هغه ځوک مو چي سیاسي پوه ولري هغه پر خپل لاس پرخپله وژنو هیڅ حاجت دښمن ته نشته.


ژوندي میثالونه:
۱. د مرحوم داود خان د رژیم له مینځه وړلو لپاره سیاسي طرحه د روسانو له خوا جوړه شوه خو د وخت افغان سیاستوالوعملی کړه، ځکه هغوی ته تر هرځه قدرت رسیدل مطرح وو، ولو که په هیواد کښي د دوه ملیونو پاکو شهیدانوویني پری توی شوی، له بده مرغه  دوخت افغان سیا ستوالود رژیم د بدلون په هکله او د عکس عمل پرباب ای سالمه محاسبه نوه کړی. او کله چی مرحوم داود خان شهید شو د هغه پلویان د وخت افغانی چارواکو شکنجه کړل او ځنی ای ژوندی تر خاورو لاندی کړل.
۲. نورمحمد ترکي افغانانواقتدارته ورسولي او بیا پرخپله افغانانو له مینځه يوړي، بیا وروسته د نورمحمد ترکي پلویان د وخت افغانی چارواکو شکنجه کړل او ځني ژوندی تر خاورو لاندی کړل. حفیظ الله امین د وخت افغانانی چارواکواولسمشر اینتخاب کړ، او بیرته افغانانو له مینځه یوړي، د هغه پلویان همدارنګه د وخت افغانی چارواکو شکنجه کړل او ځنی ژوندی تر خاورو لاندی کړل. 
۳.  کله چي ببرک کارمل اقتدار ته ورسیدي، جګړي ته شدت ورکول  روسي او داخلی ځواکونه مختلیفو ولایتونو ته لیږل او دعامو خلکو شهیدان کول تر ځو جبرا پرعامو وګړو مرکزي دولت ومني.  د ببرک کارمل په دوره کښي روسانو د ټول هوايی او زمکني ځواکونو ځخه کار واخست چی په نتیجه کښي ډیر مظلوم هیوادوال ټپیان او شهیدان شول.
۴. د مجاهیدینو د مشرانو په مینځ کښي اختلافات او هغوی په۷ ډلو ویشلو طرحه د بل چاه لخوا وه، ولیکن عملی جامه افغانانوور پرغاړه کړه. چي په نتیجه کښي ډیر پاک او میړنی افغانی شخصیتونه د تنظمي خپل منځي اختلافاتو قربانیان شول، په داسی حال کښي چي روسان په افغانستان کښي د افغانانو په وزنه بوخت وو، خو لبده مرغه قدرت ته د رسیدلو په خاطر د ځنو اسلامی تنظیمونو غړو او مشرانو د یوبل په نظامي مرکزونو باندي تعروضونه وکړل. 
۵. ډاکټر نجیب الله د وخت افغاني چارواکو اولسمشر کړ، او بیا د وخت افغانی چارواکو د خواجه رواش په هوای ډګرکښي له جاز څخه راکته کړ،اوبیا له مجبوریته په پلازمینه کابل کښي د ملګرو ملتونوپه مرکزکښي د  سیاسي پناه غوښتونکي شو، وروسته د افغانانو پرلاس مړ شو.
۶.  په پلازمینه کابل کښي د مجاهیدینو تر مینځ د قدرت په سرجنګ کښي ځمره نا حقه وینی توی شوی، او د افغانانو بچیان یتیمان شول او د افغانانوخوندي کونډي شوي. او په نا حقه توګه مظلوم هیوادوال شکنجه شول، او ځني نور هجرت ته مجبور شول چی فقط خپل ځان وژغوري.
۷. په هیواد کښي ظلم او فساد هغه حد ته ورسیدي چي هیوادوالو د طالبانو تحریک تقویه کړ، چي په نتیجه کښي ۹۵ پرسلوکښي په افغانستان کښي د طالبانو حکومت وو. د طالبانو واکمني په کابل کښي او دهغوي ناسالمي سیاسي تګلاري له وجی، زمونږ هیواد د دوهم ځل لپاره د اور په لمبو وسوزیدي چي طرحه ای د بل چاه لخوا وه ولیکن د طرحي عملي کول ای  پرخپله افغانان وو. چي په نتیجه کښي ځمره بیګناه هیوادوال شهیدان شول او نور د وخت چارواکو پرخپله شکنجه کړل.
۸.  د اولسمشر حامد کرزي صاحب  د نو کالونو په  دوره کښی  افغان سیاستوالو داسی یوه سیاسي هر اړخیزه طرحه نه درلودله چي هم ای خپل هیوادوال ساتلی وي، او همدارنګه ای نړیوالو ته د قناعت وړ سیاسی طرحه وړاندی کړي وي. خو لبده مرغه لکه د پخوا پشان افغان سیاستوال فقط قدرت ته د رسیدلو پخاطر او د دولت لاسته راوړلو موضوع تر هرڅه لوړ او غوره شمیرل کیدل. چي هیوادوالو د اولسمشري د لمړی ځل او دوهم ځل په ټول ټاکنو کښي عملا په سترګو ولیدل، او بیا د اولسي جیرګي لومړی ځل او دوهم ځل په ټول ټاکنو کښي لومړی ټولو هیوادوالو ته او دوهم ټولو نړیوالو ته دا په ثبوت ورسیده چي ښکیل افغانی سیاستوال د هیواد د ژغورلو په هکله کومه سالمه سیاسي طرحه نلري، بلکه هر یو د قدرت رسیدل غاړی. نو لدی وجه د افغانستان سیاسي موضوع نړیوالو ته تر سوال لاندی راځي او د حل لاری ای ډیره کشاله بریښي. که افغانان خپل مینځی اختلافات حل کړی یو بل ته په صداقت او وروولي سره لاسونه ورکړی، بیا د هری خارجی طرحي د عملی کولو لپاره په هیواد کښي د ننه ځواک نه پیدا کیږی چي هغه عملي کړی.
زه اوس د افغانستان اوسنی سیاستوالو ته دعوت ورکوم چي پخپله قضاوت وکړي چي مونږ ولي دغفلت په خوب ویده یاستو، او ولي مو خپل مسولیت په واقعي ډول ندي ادا کړي. ولی  د خپلو شخصي مقاصدو لپاره مو خپل هیوادوال د دریو لسیزوپه بهیرکښی د اورونو په لمبوکښي سوځولی دي. د افغانستان په دري لسیزه خوڼړي سیاست کښي  هیوادوال له خاوري سره خمیر شول، خو زمونږ دهیواد سیاستوالو تر اوسه پوری د عبرت درس ندي اخستي او  پر مونږ داسي حالت راغلي چي فقط  دوعاګاني کوو اوبس په حقیقت کښي  دا زمونږ بي غوری ده. مشرانو او کشرانو په خاصه توګه هغه مشران چي مطرح لیکوالان دي يواځي په لیکونو بدلون نه راځي. راځي د اتفاق او اتحاد په چارپیرپال کي د يوبل په مرسته سره هغه مشرانو ته چي اوس برحاله  په افغانستان کښي په کارونوګمارل شوي دي هغوي ته سالم قناعت ورکړو، او د هیواد د ابادي په خاطرهراړخیزه صادقانه ګامونه پورته کړو، تر څو وکولاي شو مظلومو هیوادوالوته عملي خدمت وکړو. او وکولای شو چي اجتماعي عدالت ته لاری چاري برابري کړو، د هغه تر څنګ د واقعي سولي او پخلایني پروسي ته عملي جامي ورپرغاړه کړو، او نور په هیواد کښي ورور وژنه په مکمله ټوګه بنده کړو .
ومن الله التوفیق


پوهنوال حمید الکوزي
د افغانستان د علمی څېړنو د مرکز ریس
او د جهانی سولی د څېړنو مسول
کاناډا ـ اتاوا