په زابل کې د ځوان شاعر او لیکوال سعید زابلي د ادبي او ژورنالستیکو کارنامو د ستاینې په موخه نن د سه شنبې په ورځ ددې ولایت د ادبي کړیو له لوري یوه پراخه غونډه جوړه شوه.
دغه غونډه نن د کلات ښار په سورغر سالون کې جوړه شوې وه چې پکي ددې ولایت مېشتو شاعرانو، لیکوالانو، او د سعید زابلي نورو مینه والو ګډون کړی و. غونډه د ماپښین یوه نیمه بجه د قران عظیم الشان د سپیځلو ایتونو په تلاوت سره پیل شوه. په غونډه کې لمړی یو شمیر لیکوالانو د نوموړي د ژوند، شاعرۍ ، ادبي فعاو ژورنالستیکو فعالیتونو په اړه مقالې ولوستلې او پدې ډول يې د نوموړي ستاینه وکړه.
په مقالو کې ویل شوي و چې سعید زابلی لمړنی کس دی چې په دې ولایت کې يې د یوې خپلواکي ادبي ټولني بنسټ کېښود او همدارنګه لمړنۍ خپلواکه چاپي خپرونه هم د ده له لوري را پيل شوه. همدارنګه د سعید زابلي د هغو هڅو یادونه هم وشوه چې نوموړي له زابل څخه دباندي يې د ادب په ډګر کې سرته رسولي دي.
د غونډې دوهمه برخه مشاعره وه چې پکې د زابل ولایت لسګونو ځوانو شاعرانو خپل شعرونه او غزلې وویلي چې په تودو چکچکو سره بدرګه کیدل. سعید زابلي ددې تر څنګ چې له خپلو ځوانو ملګرو یې مننه وکړه چې د ده په اړه یې دغه ستاین غونډه جوړه کړې وه خو زیاته يې کړه چې د ده دغه ویاړونه د زابل د خلکو دي. په غونډه کې سعید زابلي ته د پښتني دود سره سم لونګۍ هم ور وتړل شو ه او دغه غونډه د ماښام پر پنځه بجې پای ته ورسیده .