په راوروسته لسوکلنوکی چی دطالبانوواک له منځه ولاړاونړیوالودترهګری سره دمبارزی ترنامه لاندی په کلکه وعدی وکړی چی دافغانستان په بیاودانولوکی بیله کومی ځانګړی موخی مرستی کوی اوښکلی افغانستان به جوړه وی. ددی موخی لپاره ډیروهیوادونوافغنستان ته دتللولپاره تیاری وښودی. زیات شمیرهیوادونه د پراخه پوځی زورسره زموږګران هیوادته وردننه شوه اوځینوهیوادونودبیارغونی لپاره دمرستی په موخه وعدی وکړی. په نړیواله کچه ډیری غونډی جوړی شوی. ولی ترلومړی پنځه کلوچوپتیاوروسته دهیوادپه ګوټ ګوټ کی ناارامی رامنځته شوی او دطالبانوترنامه لاندی پرپوځی مخوبریدونه پیل شوه. سوال دادی چی دابریدونه په هیوادکی درښتینی بیارغونی اوجوړوونکوچاروپرضدوه اوکه یی علتونه په بل څه کی دپلټونوجوګه دی. راشی چی داموضوع لږپه ځیرسره ترسترګوتیره کړو:
دروان کال په وړی کی می افغانستان ته دیوی میاشتی لپاره سفروکړی اوټول پرمختګونه می په خپلوسترګوسره ولیدل، حیرت یوړم چی دادومره غونډی په نړیواله کچه دڅه لپاره وی دادومره میلیاردونه ډالره څه شوی. زه به داکیسه ډیره نه اوږدوم یوازی غواړم لږڅه دښکلی کندهاراوپه ځانګړی ډول دښکارپوردروازی په اړونددهغه دانځورسره تاسوته څوټکی وړاندی کړم:
دکندهارپه اړوندمی په تیرولیکونوکی هم څه ناڅه ویلی دی ولی په ځانګړی ډول می دکندهاردپوهنتون په هکله ډیرڅه لیکلی دی چی لنډیزیی دادی: دچارواکولپاره ګرانه وی چی په دومره لوی ښارکی پراوسنی پوهنتون دپوهنتون نوم کښیږدی. دکندهار د ښارنوری ناخوالی به اوس نه بیانوم. یوازی دسرلیک په مطابق غواړم څوټکی ولیکم:
ښکارپوربازاریاښکارپوردروازه دکندهاردښارهغه تاریخی سیمه ده چی د صوفیانواوزاهدانومرکزیی هم بلل شوځکه هلته دلوی بابا(مرغړی زیارت) هم پروت دی چی په جوپوجوپودمرغړیوناروغان هره ورځ هلته ورځی اوشفأ یی کیږی. دادښارهغه سیمه هم ده چی دکندهاردښارمشهورپای لوچان ( کاکاه ګان) هم دلته زوکړی دی اوناسته ولاړه یی په همدغه بازارکی کوله. تاسوکولای شی چی دپای لوچانوپه اړونددښاغلی محمدمعصوم هوتک لیکلی کتاب ولولی. ښکارپوربازار زماپلرنی سیمه هم ده زماپلارهلته په یوه روحانی کورنی کی زیږیدلی اولوی شوی دی. زمادپاره په زړه پوری شوه چی داسیمه په پوره ځیرسره ووینم. کله چی سیمی ته ورغلم، باوروکړی چی داسی ډیرځایونه وه چی زمادماشومتوب څخه یی تراوسه ښورنه دی خوړلی. په ټول ډول دابازاردبیارغونی څخه یوه کوچنی برخه هم نه ده ترلاسه کړی. هغه دوکانونه اوکنډوالی وی چی دډیروپخوانی کلنوڅخه همدغسی پاته وی. هغه کوڅی اوخرابی وی. یوه سزایی چی لیدلی وه هغه داوه: په دی سیمه کی ډیرودهندوانوکورنیوهم ژوندکاوه اوڅه ناڅه پرله پوری کورونه یی درلودل ولی په جګړواودمجاهدینودواک په چورکی هغه هم په خرابوبدل شوی وه. تاسی به په انځورکی ووینی چی ددی سیمی څه حالت دی. دنورښارحالت هم ددغه څخه اټکلولی شی(هرڅه دمرچوله قراره واټکلوی). اوس به نوپوښتنه وشی چی په رښتیاالقاعده اوطالبان دی چی په یوازی ډول جګړه پرمخ بیایی اوکه په کورنیو علتونوکی دخلکولوږه، بیکاری اوپه ټول ډول نارضایتی هم اصلی عامل ګڼل کیدای شی. سربیره پردی چی په دی جګړه کی زیات بهرنی لاس وهنی جریان لری، مګر په لومړی پنځوکلنوکی په ځانګړی ډول دکندهار، هلمند، روزګان، زابل اوفراه خلکوسره ډیره جفاشوی ده. دبیارغونی اثارپه دی سیموپه ډیره لږه کچه ترسترګو کیږی، په بدل کی کورونه یی وران شول، نارینه یی په مختلفوبهانوووژل شوه، ځوانان په زندانونوکی پراته دی. حتی ترجنسی تیریوترکچی جنایتونه وشول( کولای شی هغه مستندفلم چی دروزګان دیوسپین ږیری سره تیری بیانوی اوخپله همدا اروپایانوجوړکړی دی، ووینی) دانارواپیښی په لومړیوپنځه کلونوکی چی بشپړامنیت وه، وشوی. اوس کیسه داده چی زورپه څوطالبانوکی نه دی ولس ناراضه دی، موجوده نظام ترغوږوپه فسادکی ډوب دی، که بهرنیان دی اوکه افغانی واکمنان دی دپیسودټولولوموقع لا سته ورغلی ده نوځکه پرهیڅ نارواکړنه صرفه نه کوی.
دمخدره موادوقاچاق دغریبانوچاره نه ده. داهغه کسان کوی چی ملی اونړیواله ملاتړی لری اوګټی ترخپل منځوسره ویشی. ولی په ډیره خواشینی سره بایدوویل شی چی دقاچاق اصلی سزاهمدغوبیچاره دهقانانوته ورکول کیږی. زه به په بله لیکنه دیوافغانی مدافع وکیل ژوندی مرکه تاسوته خپره کړم، چی حالات په مستندډول درته بیان کړی. پای