دغه اته ورځنی لنډ سیلانی سفر د (2010) میلادی کال د (می) دمیاشتې په 24 نیټه پیل شو ، په دې سفر کی دهند دځینو تاریخي ښکلو اوښایسته ځایونو دلیدنی کتني لپاره پر هند مېشت افغان محصلینو سربیره په لسګونو نورو بهرنيو محصلینو هم راسره ګډون درلود. د سفر ټول لګښت او ترتیبونه لکه بس د استوګنی ځای او نور د (ای سی سی ار ) له خوا په ښه ډول تر تیت اوتیارشوی ول.
داسیلانی سفرمو دپوهنتون دلمړی ازمویني له پای ته رسیدو یوه میاشت وروسته په نوي ډهلی کی د ازادبهاون نومی ځای څخه دسهار د نهه بجو په شاوخوا کی پیل شو ،په همدغه ورځ چی د شفق له نقاب څخه دلمر ځلیدونکی تندی ښکاره شو دیو شمیر افغان او بهرني محصلینو سره می و ازاد بهاوون ته څیرمه د (ای سی سی ار ) په مرکزی دفترکی د لمړی ملاقات په ترڅ کی دسهار ناری وکړ ،وروسته له دی له سیلانیانو سره چي شمیر یی څلویښت (40) تنو ته رسیده د اتو 8 بجو په شاوخوا کی دنوي ډهلي نه د (چندیګړ) په لور روان شو ،له شپږو ساعتو نو مزله وروسته نوموړي ځای ته ورسیدو اوهلته په چاندیګړ هوټل کی دیوی شپې لپاره تم شو او په یاد ځای (چاندیګړ) کی مو له راک ګارډن او نورو سیلانی ځایونو نه لیدنه وکړه .
دوهمه ورځ د سهار د ناری وروسته مو چاندیګړ پریښود او دپنجاب (امریتسر ) په لور وکوچیدو د اته ساعتو نو له مزله وروسته پنجاب ته ورسیدو اود غرمې د ډوډ ی له خوړلو وروسته د هند او پاکــــــستان ګډي پولې (سرحد) ته ولاړو چی په زرګونو هندیان هم راغلی وو او ټولو د( هندوستان زنده اباد) او بګوان دي ژوندی وي ناري زم زمه کولي او پاکستانیانو په بیا د پاکستان زنده اباد ، او الله اکبر ناري وهلي . تردي نندارې وروسته دپنجاب مرکز (امریتسر )کی مو د سیکانو دیو معبد (ګولډن ټیمپل ) څخه لیدنه وکړه او شپه مو دهمدغه ښار په سیلک نومی هوټل کي تیره کړه ،
راتلونکی سهار دچای تر څښلو وروسته مو د (جیمو او کــــــشمیر ) په لور حرکت وکړ داځای چی داسیا دجنت په نامه هم یادیږي ټول غرونه او تپي دی چي په طبعي ونو اونورو ګلانو پوښل شوي وو لنډه داچي ددی ځای هوا او طبعې نندارو سیلانیان پرخپل ښکلا اعتراف ته مجبورول ،دهستوګني ځای مو هم دهمدغو ښکلو تپو پر سر قرار درلود ټول سیلانیان خوښ اوخوشحال ،څیرې یي دګلاب په څیر غوړیدلي او پر شونډو یي دخوښی موسکاګاني خپري وي د دوو ورځو لپاره په همدغه ځای کي وګرځیدلو، وروسته له دي د (درمسالې )په لور روان شوو داځای هم د جیمو په څیر د ډیرو ښکلو نندارو څښتن وو.
سره له دي چي ددی ځای ښایست هر لیدونکی ته دخوښی احساس وربخښه خوکله چي به مي دخیال مرغه ګران وطن لورته والوت نودخپل هیواد دداسې تاریخي ځایونو ویجاړ حالت به په زړه کي ناقرار کړم که څه هم په هیواد کي مو ډیر تاریخې ،ښکلي او طبعي ځایونه لــــــکه په هلمــــــــــــند کي دبست تاریخې کلاوې چي دری زره کلن تاریخ لري او همدارنګه د کـــــــــونړ او نـــــــــــورستان ځنګلونه اونور دیادولو وړ دي خو له بده مرغه ددولت او خلګو دنه پاملرني له امله اوس وروستی سلګۍ وهي .
تاریخی ځایونه نه یوازي داچي دیوه ملک په پیژندګلوی کی زیات رول لوبوي بلکي زیاته سرمایه هم دهمدغي لاری څخه دولت ته د ماليې په ډول ځي چی ددولت په رغونه کي موثر رول لري ،راځو دسیل پاته برخی ته کله چي درمسالي ته ورسیدو د دوو ورځو لپاره په یاد ځای کی تم وو دریمه ورځ وختي د سهار شاوخوا څلورو بجو مو دغه ځای پریښود اود نوی ډیلې په لور روان شوو په همدی ډول مو د سیل دغه اته ورځنی بهیر پای ته ورسید او په نوي ډیلي کي مو دافغان او بهرني محصلیو وروڼو سره مخه ښه وکــړه .