کور / تازه خبرونه / دوه بنګلدېشي انجينران خوشي شول

دوه بنګلدېشي انجينران خوشي شول

دوه بنګلديشي انجينران چې يوه اونۍ مخکې په بلخ ولايت کې دوسله والوکسانولخوا تښتول شوي و، خوشي شوي دي .
دنوموړې ولايت امنيتي چارواکې وايي دغه کسانو ديولړ عملياتو په ترڅ کې ددغه ولايت په کوشندي ولسوالۍ کې دوسله والو له منګولو څخه خلاص کړى شوي دي .
دغه چارواکې زياتوي اوس هم څلورتنه بنګلديشي انجينران ديوافغان ساتونکې په ګډون دبرمته کوونکوپه بند کې دي اودهغوى دژغورنې لپاره هڅې رواني دي .