جمهوري رياست ټينګار کړى چې ولسمشرحامد کرزى به دروان کال دسلواغې په لومړۍ نيټه نوى پارلمان پرانيزي .
دولسمشرحامدکرزي وياند وحيدعمر وايي دسلواغې دمياشتې له مخه به دمشرانوجرګې څلور ديرش تنه انتصابي غړي دولسمشر حامد کرزي له لورې معرفي شي .
دا په داسې حال کې ده چې تردې وړاندې دولسي جرګې برياليو نوماندانو له ولسمشرحامدکرزي غوښتنه کړې وه چې نوي ولسي جرګه دي پرانيزي
په ورته وخت کې دپارلماني ټاکنو يوشمير معترض نوماندان چې دپخوانۍ ولسي جرګې غړي هم دي دملي شورا د ديوالونو دتړلو په اړه د دوى داعتراضونو په دريمه ورځ ددې ولسي جرګې د دوام غوښتونکې شوي دي .