په يوبس کې چې موخه يې درلوده له کينياڅخه اوګاندا ته ولاړشي يوه چاودنه رامنځ ته شوه چې په پايله کې يوتن ووژل اوشپږ ويشت تنه نورټپيان شول .
دغه چاوديدونکې توکې چې په يوبس کې ځاى پرځاى شوې وه هغه مهال وچاوديده چې دبس مسؤلينو دمسافرو بکسونه يې ځاى پرځاى کول .
له دغه چاودنې وړاندې داوګانډا امنيتي اژانسونو په کامپيله کې دالقاعدې دبريد رپوټ ترلاسه کړى وو او دمخنيوي لپاره يې چمتو وه خومخکې له هرڅه دغه بکس وچاوديد.