د لوګر ولايت په بارکي بارک ولسوالۍ کي د ماين په يوه چاودنه کي د دوو وسله والو طالبانو د وژلو ادعا وسوه . د دې ولسوالۍ ولسوال انجنېر محمد امين وايي چي ياد کسان هغه وخت د خپل ماين ښکار سول چي کله يې غوښته د سړک پر غاړه ماين ځاى پر ځاى کړي نوموړى همدا ډول زياتوي چي د ماين په دې چاودنه کي يو بل وسله وال ژوبل سوى هم دئ.
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسه وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي .