په ننګرهار ولايت کي د شپې له اړخه د سرحدي پوليسو پر يوه پوسته د وسله والو طالبانو له لوري بريد سوى چي د چاروکو په وينا کومه مرګ ژوبله يې نه ده اړولې . په ختيځ کي د سرحدي پوليسو د لومړۍ لېوا قوماندان مل پاسوال امين الله وايي چي ياد بريد د شپې پر ٨ بجې پېل او تر ٩ بجو پوري يې دوام وکړ . د نوموړي په وينا چي د دوى لوري ته پکښي کوم زيان نه دئ اوشتى .