کور / نوميالي / د اجمل خټک سره په عربستان کښې

د اجمل خټک سره په عربستان کښې

د اجمل خټک د لومړي تلين په مناسبت ( ۷ فبروري )



دا د کال ۱۹۹۲ء خبره ده، د حج مياشت وه چې زه د مکې معظمې پاکستان هاوس کښې د مېلمنو د اوسانې غاړې ته د اجمل خټک بابا په تکل کښې ورغلم ۔ نن ددوي د د پاکستان نه د راتلو ورځ وه ۔ په يوه تمبه لګېدلي کاغذ ته مې پام شو چې په لويو رڼو ټکو يې پرې د اجمل خټک او مولانا کوثر نيازي نومونه ليکلي وو۔




زما دپاره  ” اجمل خټک” يو افسانوي نوم وو۔  د خپل ماشوم والي د وخت نه  مې د اجمل خټک او سرۀ ډولۍ، اجمل خټک او انقلاب، اجمل خټک او د غېرت چغه  او اجمل خټک او پښتونستان خبرې اورېدلې وې۔ خو نن چې زۀ د زلمي شعور خاوند وم، سياسي شعور مې لرلو، او دا چې زما د سياسي او قامي شعور په وده کښې د دې چغو او دغه شخصيت  ډېر لوئي لاس وۀ،  نن اجمل خټک د عوامي نېشنل پارټۍ سر مشر او د سېنټ غړی وۀ، چرته مې ورسره مخامخ ناسته نۀ وه شوي خو د ليدو او اورېدو خواهش مې مدام کړی وۀ ـ  هم ددې مقصد د پاره مې ځان د جدې د پاکستاني قنصلګرئۍ نه د مکې مکرمې پاکستان هاوس ته بدل کړی وۀ ۔
کوټې ته ورننوتم ، بابا په کټ کښې ملاست وۀ خو ويده نۀ وۀ، سترګې يې غړېدلې، بره چت ته يې کتل ۔  ما محسوس کړه چې بابا پروت  په مکه مکرمه کښې دی خو د فکر اسونه يې چرته بل ځائی زغلي ۔
” با با ستړي مۀ شئ ” ۔  زما د اواز سره بابا سمدست له کټه پاڅېدو، راغاړېوت او ښه شېبه يې په خپلې خوا پورې داسې ټينګ  نيولی ووم ، لکه د مودو مودو راسې مې پېژني، يا لکه چې زما د راتلوپه انتظار ناست وۀ ۔  د ځان سره يې کېښنولم او تپوسونه يې رانه شورو کړل ۔ بچيه د کوم ځائی نه راغلی يې ؟ 




ما وئيل !  په جده کښې يم ، نن سبا مې په حج مشن کښې ډيوټي ده او ستاسوخدمت ته حاضر شوم ۔  تپوس يې رانه اوکړو ، دلته نور پښتانۀ ملګري شته ؟  ما ورته ووئيل چې بابا په لکونو پښتانۀ د عربستان په دې خاوره د مسافرۍ ژوند تېروي ، بلها په قام مئين زلمي د خوارۍ مزدورۍ سره سره تنظيمي کارونه هم کوي ـ  ددې سره بابا خپل څادر ته لاس کړو او راته يې وئيل ، ” چرته دي، ځه چې تپوس يې اوکړو او جرګه ورسره اوکړو”ـ  ما ورته ووئيل چې بابا تاسو لږه دمه اوکړئ، ټول به اوينئ او ددې نه پس خو به ووائم  چې ترڅو اجمل بابا هلته وۀ، زۀ د هغۀ سېکتر وم ـ




د جدې ملګري مې د بابا د راتګ نه خبر کړل ۔ په دې دوران کښې رانه بابا د تنظيم په اړه تپوسونه شورو کړل ـ  د بده مرغه په دغه وخت  کښې د جدې د اې اېن پي تنظيم په ټوټو کښې ويشلی شوی وۀ، ما پرې د بابا سره تفصيلي خبرې اوکړې او په ټول صورتحال مې خبر کړو، په دې غرض چې کله ملګري راشي نو تنظيمي معاملات به لازمي راوچتيږي نو چې بابا ورته په ذهني توګه تيار وي ـ  ما ورته ووئيل چې دې ځائی اول تنظيم دوه پرې شو، د دواړو غاړو ملګري په قام مئين خلک وو خو سياسي پوهه يې نۀ درلوده، په ذاتي او قامي ښېګړو کښې يې بېلتون نۀ شو کولی، د ذاتي او سياسي اختلاف په فرق نه پوهېدل او په دې ناپوهۍ کښې يې عزيزولۍ او سياست دواړه د لاسو وښوئيدل ـ کله چې د فکر خاوندان تنظيم ته راننوتل نو هغوي د روغې جوړې کوشش اوکړو خو ذاتي انا د دې کوششونو په لار کښې خنډ شوه ـ  کله چې د هغوي د سولې کوششونه ناکامه شو نو انتخابات يې اوکړل، بلې غاړې له يې د خبرو اترو بلنه ورکړه ، خو د چرګ پښې دوه نۀ شوې ۔
نن سبا هغه ملګري ، چې د فکر خاوندان دي او په سياسي مسئلو او  بحث پوهيږي ، هم د يوې ستونزې سره مخ دي ۔ د دوي تر مېنځ فکري ناستې د اختلاف لوئی ټکی دی ۔ کۀ يو اړخ ته دا فکري ناستې د ملګرو ډېر ښۀ تربيت کوي او په مختلفو سياسي، سماجي او معاشرتي مسئلو بحثونه کيږي خو دا خبره هم په خپل ځائی ده چې کله په سياسي موضوعاتو ناستې کيږي نو ارومرو د ګوند سياسي تګلاره او پاليسۍ د بحث لاندې راځي، نو په مختلفو مسئلو د پارټۍ په سياسي درېځ نيوکې هم کيږي او ستائينه هم کيږي ـ د بېلګې په توګه د مسلم ليګ سره اتحاد ته څۀ ملګري په درنه سترګه نۀ ګوري او د هغوي خپل دليلونه هم دي، د هغوي وېنا دا ده چې کله فکري ناسته کيږي نو په ناسته کښې دې بحث ازاد وي او هر ملګری د خپلې رائې په څرګندولو کښې ازاد دی۔ کۀ څوک ملګری ورسره اختلاف لري نو دا د هغه حق دی، البته په اولس کښې دې په هرحال د پارټۍ د فېصلې دفاع وشي، خو څۀ ملګري بيا د دې نظر سره اختلاف لري او د هغوي په اند د پارټۍ په پاليسۍ نيوکه، کۀ په اولس کښې وي او کۀ په فکري ناستو کښې، د پارټې د ائين او ډسپلن نه سرغړونه ده ـ
کوم ملګري چې په ازاد بحث يقين ساتي، په دليل باور لري۔  د دليل په بدرګه خپل درېځ وړاندې کوي او د نورو دليل اورې او مني هم، د هغوي وېنا ده چې پاليسي د وخت د ضرورتونو سره بدليږي رابدليږي او په خپلو ناستو کښې پرې بحث کول، رائې ورکول او اختلاف کول د کارکن حق دی او دا چې داسې کول د منشور نه بغاوت نۀ دی، البته په اولس کښې به په هر حال د پارټۍ د هرې فېصلې دفاع کوو ـ
ما ورته ووئيل چې بابا نن ماسخوتن د دې ورستي موقف پلويان څۀ ملګري ستاسو ليدو له مکې مکرمې ته راروان دي ـ  بابا زما نه زما د خپلې ذاتې رائې او په ګوند کښې د پوزيشن تپوس وکړو، ما ورته ووئيل چې بابا ذاتې او سياسي ملګرتيا مې هم د دې ورستۍ ډلې سره ده، البته د پرو جمبو له کبله د تنظيمي ذمه وارو نه لاس په سر شوی يم او اوس د تنظيم غړی نۀ يم ـ  بابا زما په خبره ډېر خوشاله شو او سپارښتنه يې راته وکړه چې تر څو د څۀ روغې جوړې لار ګودر نۀ وي پېدا شوی، بايد زۀ دې د چا په ننګ لاړ نۀ شم ـ  بابا زما موجودګي د ځان لپاره په تنظيمي ډول نېک فال وګڼلو ـ
د ماسخوتن د پارټۍ د کابينې څۀ غړي د خپل صدر نوشېروان خټک په مشرۍ کښې د بابا ليدو له راغلل ـ اوږده ناسته وشوه ۔ د خېر پخېر نه پس په مختلفو موضوعاتو ښې ازادې خبرې وشوې، لکه د افغانستان حالات، د حل لاره، پښتونستان، پراسټرائېکا، ګلاسنوسټ ، امريکا، روس، مسلم ليګ، پيپلز پارټي، اې اېن پي،  تنظيم، منشور او ائين ۔ البته د پارټۍ په مقامي ستونزو هېڅ خبره ونۀ شوه  ـ زۀ غلی ناست وم، خدمت مې کولو او خبرې مې اورېدې ۔  د بابا د خبرې خاکه دا وه چې باچاخان به وئيل چې د جناح پاکستان مات شوی دی او کۀ پنجاب غواړي چې نوی پاکستان دې جوړ شي او ژوند دې وکړي نو د نورو ورڼو سره به ارومرو کښېني او خبره به ورسره کوي  او دا چې پنجاب هم اوس د دې ټکي احساس کړی دی او هغه د نورو قامونو سره ناستې ته تيار دی او د سياسي اختياراتو وېش ته هم جوړ دی ۔  زمونږ کردار ومنلی شو، د ګوند خلاف دسيسې ودرېدلي دي نو مونږ دې په زور ولې ځان ته بلا لنګه کړو۔  مونږ خپل ائين او منشور نۀ دی پرېښودی او د مسلم ليګ سره مو سياسي اتحاد نۀ دی کړی بلکې انتخابي مفاهمت شوی دی ـ  هغوي د پيپلز پارټۍ په بېوفائۍ هم په تفصيل خبره وکړه۔
لکه چې مخکښې مې يادونه وکړه چې په قامي او عالمي دواړو اړخونو اوږد بحث وشوـ  دشوروي اتحاد په ړنګېدو بابا ووئيل چې ګڼ شمېر لاملونه دي خو يو لوئی سبب يې دا هم وۀ چې په هغه ځائی کښې د يو کلن ماشوم دپاره چې کوم قميص ګنډلی شوی وۀ، ماشوم د لسو کالو شو، د شلو شو، د پنځوسو شو خو قميص يې بدل شو، نۀ ورته ګيندې او ټوټې لګول کېدلې نو ځکه دغه قميص وشلېدو۔
محفل ډېر خوندور او تر سحر د بانګه دوامي وۀ  ـ  بابا د دې ملګرو په ليدو او د هغوي په سياسي پوهه او په سياسي موضوعاتو کښې د دلچسپۍ او په قامي او عالمي سياست د هغوي د خبرتيا نه ډېر متاثره وۀ، چې ملګري رخصت شو نو راته يې ووئيل ما مدام دا کوشش کړی دی او دا مې ارمان وۀ چې په هره سيمه د ګلانو بوټي نهال کړم  ـ د سعودي عرب تر حده مې دا ارمان پوره شو ـ
په يوه بله موقعه يې راته زما د يو سوال په جواب کښې ووئيل چې  افغانستان ته د تګ نه وړاندې يې ځائی په ځائی څۀ د ګلانو بوټي په دې خيال نهال کړي وو چې د دې نه به يوه ښکلې قامي ګلدسته جوړه کړي، خو حالات څۀ په داسې مخه واوښتل چې دوي افغانستان ته لاړل او د خپلو بوټو خصمانه ترېنه په نيمه کښې پاتې شوه  ” او چې کله بېرته راغلم نو هر ګل ځان په يواځې سر ګلدسته ګڼلو، د هر يوه نه ليډر جوړ شوی وۀ” ـ
د بابا په سعودي عرب کښې د هلو ځلو داستان ېو ځانله موضوع ده چې په هغې به کۀ خېر وي چرته په بل مضمون کښې خبره وشي۔
مکه مکرمه وه او کۀ مدينه منوره ، زۀ او کوثرنيازي صاحب خو به اکثر ويده پاتې شو خو بابابه هر مانځۀ له ځان حرم شريف ته رساوۀ ۔
مازيګر به مونږ يو ځائی حرم شريف ته تللوـ  د راتلو سره خلک نفلونه وکړي، دعاګانې غواړي او زمونږ به هم دغه معمول وۀ خو د بابا خبره بېله وه ـ  د مانځۀ او طواف نه پس به  يوې غاړې ته غلی کښېناست، يو عجيبه شان کېفيت به يې وۀ، د ځانه او د جهان نه به ورک شان ښکارېدلوـ  ما د سعودي عرب په خپل ژوند کښې په حرمېنو کښې د تفکر دا انداز چرته د بل چا نۀ دی ليدلیـ
يو وارې هم دغه شان د ځانه ورک شان ناست وۀ، ما ترې تپوس وکړو چې بابا ولې خپه شان ښکارې؟  ـ  بابا د حجر اسود غاړې ګڼې ګوڼې ته اشاره وکړه او راته يې ووئيل، بچيه!، دې خلکو ته فکر وړی يم  ـ  د دنيا د ګوټ ګوټ نه اسوده مسلمانان دې ځائی ته راځي خو هر يو خپل غم راخيستی وي ۔  د بل چا د تکليف او غم ورسره هډو احساس نشته ـ فکر وړی يم چې ايا د حج منشا او فلسفه هم دغه وه چې مونږ دې خپل ځانونه وژاړو او کۀ  دا چې مونږ د نړۍ له ګوټ ګوټه راغلي خلک دې خپل ځان، انسانيت او نړۍ ته په ورپېښو ستونزو او کشالو صلاح وکړو، د حل يوه لاره دې ورله ولټوو او چې بېرته خپلو خپلو کورونو او خېلونو ته ستانه شو نو چې خپل خپل قام د خپلې جرګې او مصلحت نه خبر کړو ـ
مونږ چې به کله هم د حرم شريف نه بهر ته راوتلو نو د بابا سترګو به چاپېره پښتانۀ لټول، په شا شا به يې پسې کتل، موسکی موسکی به شو او ماته به وئيل  ‘ پښتون دی ‘ ـ د دې نه ما اندازه لګوله چې دا سړی په قام څومره مئين دی ـ
يوه ورځ د پاکستان هاوس نه په څۀ کار پسې راکوز شوو، په لاره روان ووـ د سرک په غاړه يوې افريقايۍ ماشومې څادر غوړولی وۀ ، خواږۀ شيان يې پلورل، بابا ورته څو څو وارې په شا وکتل او اخر بېرته پسې راغی، مخې ته ورته کښېناست ـ  ماشومه تکه توره وه، بابا به ورته کتل او موسکی موسکی به کېدو، بيا ئې راله لپه د ماشومې په وړاندې د پرتو چاکلېټو او نورو خوږو شيانو ډکه کړه  راته ئې ووئيل دې ماشومې له پېسې ورکړه ـ
سوچ مې کاوۀ چې بابا يو خوا دا وايي چې خواږۀ شيان ورله بد دي اوبل اړخ ته دا په دوړو ککړ او سخا په سخا څيزونه اخلي ـ  ما وئيل بابا چرته ښۀ مارکيت ته به تلي وی او د ښۀ معيار چاکلېټ مو به اخيستي وی خو بابا وئيل چې بايد ماشومې ته پېسې ورکړم ـ  ( د بابا ټولې پېسې به زما سره پرتې وې او زما په لاس به خرڅ کېدې)  ـ
ماښام چې کله خپلې کوټې ته راغلو نو بابا ووئيل چې دغه ماشومه چې سکول ته د تلو عمر يې دی خو په سرک ناسته ده چاکلېټ خرڅوي ـ  مطلب دا شو چې غربت يې سکول ته نۀ پرېږدي او خودداري يې د چا په مخکښې لاس غزولو ته نۀ پرېږدي نو مور و پلار يې ورله دا کار کتلی دی  ـ  د داسې خلکو د مرستې يواځينۍ لار دغه ده چې سودا ترې واخيستل شي، ځکه چې هسې پېسې ورکول يې د خوددارۍ سپکاوی دیـ  پاتې شوه دا خبره چې هغه افريقايۍ وه اوتورپوستې وه نو بچيه! يوه خبره ياد ساته چې يو بنيادم تر هغه وخته پورې ښۀ قام پرست نۀ دی  تر څو چې په زړۀ کښې د ټول انسانيت لپاره مينه او درناوی ونۀ لري ـ  د خپل ځان او قام سره مينه او د نورو سره نۀ مينه يا کرکه د بربادۍ او تباهۍ لارې پرانيزي ـ
د حج ټول احکامات بابا په ښۀ ډول ترسره کړل خو دوه خبرو زه ډېر متاثره کړم ـ يو د عرفې مېدان چرته چې زمونږ په شان خلک، چې حج او عمره کول ئې د معمول کار دی، ټوله ورځ په عرفه کښې ګرځي راګرځي ـ  په دغه ورځ د پاکستان لوئی لوئی سياست مدار چې تعلق يې د سم لاسي سياسي ګوندونو سره وۀ، پخپله د مذهبي چارو وفاقي وزير او نورو مذهبي مشرانو ټوله ورځ په ګپ شپ تېره کړه  خو  ‘کافر’  او  ‘ملحد’  اجمل ټوله ورځ په سجده پروت وۀ  ـ
 کوزې به پرېږدي ما پسې به مېخانې ګرځوي
 کۀ زاهدان شو خبردار د مېخوارۍ  نه  زما
 
 البته کوم څيز چې زۀ تر هر څۀ زيات متاثره کړم او زما په ذهن يې نۀ ورانېدونکی نقش پرېښود، بلکې د بابا له برکته پخپله ما ته وخت او ژوند دغه موقع وبخښله او زما د ژوند لومړۍ او غالباً چې وروستۍ تجربه وه ـ  کله چې پاکستاني حج پلاوي ته د روضه رسول (ص) تمبې پرانستل شوې او زۀ هم د حج پلاوي سره د سرورکائنات (ص) مزار ته دننه ورننوتم نو عجيبه شان منظر وۀ، د يو عام  مسلمان  په حېث زما د جذباتو اندازه تاسو پخپله کولی شئ ـ  کله چې مونږ دننه ورننوتو نو زمونږ ټول مذهبي او سياسي مشرانو، چا په خاورو  ښکلولو شورو وکړه، څوک قبر ته په سجده پرېوتل، چا ورپورې سر او تندی مښلو، د چا له سترګو اوښکې روانې وې، عجيبه عجيبه حرکتونه يې کول، د سعودي پروټوکول افسرانو به بيا بيا منع کول چې داسې حرکات مۀ کوئ خو چا اورېدل ـ  خو اجمل د ټولو نه جدا ښکارېدو ـ  بابا  يو دېوال ته شا کړه او ډېر په عقيدت غلی ودرېد، سر يې ښکته کړی وۀ، دواړه  سترګې يې پټې وې ـ  زۀ ورسره په خوا کښې هم د هغۀ په شان ودرېدم ـ  زما په اند په وجود خو بابا زما خوا کښې ولاړ وۀ  ولې په يقين سره وئيلیشم چې په باطني طور هغه په هغه ځائی کښې موجود نۀ وۀ ـ   د اجمل بابا دا بردباري او وقار زما دومره خوښ شو او دومره رښتونولي او عقيدت راته پکښې ښکاره شو چې زۀ يې په ټکو کښې بيان نۀ شم کولی ـ  په بل اړخ چې مې خپل مشران او د مذهبي ګوندونو مشران په خاورو او د دېوالونو په ښکلولو او په دېوالونو پورې په ځان مښلو وليدل نو يوه ريا شان راته پکښې ښکاره شوه او بې اختياره د لېوني فلسفي غني خان دا شعر راياد شو چې:
د ريا سپي جوټه کړي دلربا له ورکول


په مدينه منوره کښې به هم لکه د حرم مکي، په عبادت کښې به بوخت وۀ او يا به غلی په سوچونو کښې ډوب په وقار ناست وۀ ـ 
په مسجد نبوي کښې يوه ورځ هم دغه شان په فکر کښې ډوب ناست وۀ چې ناڅاپه يې سر راوچت کړو او ماته يې ووئيل:  زاهده !  د پاکستان د حج پلاوي ټولو غړو ته په پاکستان هاوس کښې د راټولېدلو بلنه ورکړه، څو مهمې خبرې ورسره کول غواړمـ  په پلاوي کښې د مختلفو سياسي او مذهبي ګوندونو مشران، سرکاري چارواکي، وزيران، سفيران او خبريالان شامل وو، ما ټولو ته  سحر د راټولېدو بلنه ورکړه ـ
بابا په اصل کښې دا خلک دې له رابللي وو چې په پاکستان کښې چې په هر لور د بې باورۍ او کرکې اور بل دی، نو ضرورت د دې خبرې دی چې مونږ پرې دا ځائی غور او فکر وکړو او د هواري  په لارو چارو يې خبرې وکړو او چې بېرته وطن ته لاړ شو نو خپل قام ته خپله اېجنډا کېږدوـ دې ته اجمل بابا او کوثرنيازي د شپې په خپل بحث کښې د مشاورت او مصالحت نوم ورکړی وۀ ۔
د غونډې اغاز يو پښتون مسلم ليګي مشر ددې نه وکړو چې اې اېن پي د پاکستان مخالفه ډله ده او پاکستان ماتول غواړي، په دې ماحول کښې په يوه قامي اېجنډا بحث نۀ شو کېدی او ناسته بې له کومې نتېجې پای ته ورسېده ـ
دوويشت ورځې ډېر لوئی وخت دی او ما چې په دې ورځو کښې د بابا په شخصيت کښې کوم وقار، بردباري، رښتونولي، عقيدت، مينه، سادګي، خاکساري او خوږوالی محسوس کړو، زۀ فکر نۀ کوم چې په بل کوم شخصيت کښې به  دا ټول شيان په يوځائی ووينم  ـ 
د ماشوموالي نه د اجمل بابا نوم او کردار زما لپاره افسانه وه خو چې کله ورسره کښېناستلم او مشغول شوم او د دومره نزدې نه مې وليدو نو هغه راته ټوله مينه مينه، سوچه پښتون، د ژور فکر څښتن او ځواکمن  انسان ښکاره شو  ـ 
د بابا په شخصيت کښې لوئی مېقناطيست وۀ، خبرو به يې سړی هپناټائز کاوۀ  او دا ځکه چې څۀ به يې وئيل، د زړۀ د اخلاصه په ساده ټکو او خوږه ژبه به يې وئيل ځکه چې په هغه يې خپله کلکه عقيده او باور وۀ ، دغه وجه وه چې خبره به يې رسا د زړۀ تل ته کوزېده  ـ
څۀ خلک په مثال د اوړي وي د سړي پوستکی سيزي او څۀ خلک لکه  د ژمي په شان څرمن وچوي خو د اجمل بابا شخصيت لکه سپرلی وۀ ، د هر چا سره خوشاله او هر څوک ورسره خوشاله  ـ
نن اجمل بابا د اکوړي په هديره کښې ويده دی خو د هغه فکرونه به تل ژوندي وي ـ يو ځل بيا د غني خان يو شعر راياد شو چې:
په قبرونو کښې پرتې دي لاس و پښې شونډې او ګوتې
څوک شي قبر جوړولی د دې سرو سترګو خمار له
 
انسان په خپل قد نۀ لوړيږي بلکې دا د هغۀ فکرونه، خيالات او تصورات وي چې هغه لوړ کړي ۔  اجمل بابا ډېر لوئی شخصيت وۀ ـ تر څو چې دا دنيا ژوندۍ ده او غريب مخلوق ژوندی دی، اجمل بابا به ژوندی وي  ـ  انساني فکرونو له تر اوسه چا هديرې نۀ دي جوړې کړې تر څو چې د هغۀ فکر نه بل ښۀ فکر نۀ وي راغلیـ  کۀ انساني فکرونه په قبرونو کښې ښخېدلی نو نن به د ارسطو او سقراط وجود نۀ وی ـ 
عموماً دا ګيلې کيږي چې اجمل بابا خلکو ونۀ پېژندو قدر يې ونۀ شو، زما په اند اجمل د خلکو موضوع نۀ وۀ، بلکې خپله خلک او د هغوي کړاوونه د اجمل بابا موضوع وه او اهمه خبره دا ده چې هغۀ مونږ پېژندلي وو او زمونږ قدر يې وکړو ـ