کور / تازه خبرونه / کندهار : د نشيي توکو يوه فابريکه کشف او له منځه يوړل سوه

کندهار : د نشيي توکو يوه فابريکه کشف او له منځه يوړل سوه

د کندهار ولايت د ملي امنيت رياست وايي چي په دې ولايت کي يې يوه د نشيي توکو فابريکه کشف او له منځه وړې ده . د دې رياست په وينا چي ياده فابريکه يې د دې ولايت د نهمي امنيتي حوزې په مربوطاتو کي کشف کړې . د دې رياست رئېس جنرال محمد نعيم وايي چي په دې اړه يې يو کس نيولى چي اوس يې خپل جرم هم منلى او وايي چي دا هر څه ورته د يوه خارجي طبعه لرونکي کس له لوري ورته برابرېدل .