په کونړ ولايت کې دسرحدي پوليسو ديولړ چاڼيزو عملياتو په ترڅ کې دشپږو پاکستاني طالبانو په ګډون يوولس تنه وسله وال طالبان نيول شوي .
دختيځ زون دسرحدي پوليسو قومندان امين الله امرخيل وايي يادشوي کسان دسرحدي پوليسو په عملياتوکې دنوموړې ولايت په بريکوټ ولسوالۍ کې ونيول شول .
دنوموړى زياتوي په دغه عملياتوکې سرحدي پوليسو ته کوم زيان ندى اوښتى .