دسويلي کوريا سمندري ځواکونو ديونکفيون ټاپو داوسيدونکو څخه غوښتي څو دشمالي کوريا داټکلي بريدونو له امله امنو سيمو ته ولاړشي .
دسويلي کوريا سمندري ځواکونه په داسې حال کې دغه غوښتنه کوي چې ويل کيږي ډير ژر د دواړو هيوادونو په جنجالي اوبوکې دسويلي کوريا پوځي پريټ پيل کيدونکى دى .
شمالي کوريا تردې وړاندې په ګډو اوبوکې دسويلي کوريا پوځي پريټ درتلوونکو پايلو په اړه خبردارى ورکړى وو او ويلي يې وه چې دسويلي کوريادغه کړنه به دسخت پوځي غبرګون سره مخ شي .
په ورته وخت کې دملګرو ملتونو دامنيت شورا دسويلي کوريا او شمالي کوريا ترمنځ دتاوتريخوالو دڅيړنو لپاره يوه بيړنۍ غونډه جوړوي .
درپوټونو له مخې دغه غونډه چې دروسيي په غوښتنه ترسره کيږي