د بهرنیانو ګټې که د افغانانو ګټې ؟؟
افغانستان د خپل جیوپولیټک (Geopolitical Position) موقعیت له مخې د نړي پر مخ یو له هغو مهمو هیوادونو څخه شمیرل کیږي کوم چې د نړۍ د زړه د تیوری (Heartland Theory) له مخي ټوله نړي ترې کنترول کیدایشي . هالفورډ جان میکنډر( Halfords John Mackinder ) په کال ۱۹۰۴ د خپلي جیوپولیټکل تیورئ له مخې داسې سیمې په نړۍ کې په ګوته کړي کومې چې په نړۍ کې د زړه ارزښت لري ، اوله دې سیمو څخه یو نړیوال طاقت کولایشي ټوله نړي تر خپلي ولکې اوکنترول لاندي راولي. د نولسمې پیړۍ د ښکیلاګرو ترمنځ د لویې لوبې (Great Game) محوري شخړه د همدغو سیمو کنترول په لاس کې اخیستل وه، چې د وخت دواړو ښکیلو طاقتونو ( د روسي د تزار او د انګریز استعمار) غوښتل چې د افغانستان له لاري د نړي ټولي پاتې برخي کنترول کړي، خو ددې کار د ترسره کولو د پاره دواړه طاقتونه د افغانستان په شمالي او جنوبې او ښتیځ سرحداتو کې ښکر په ښکر شول، او پدي توګه يې ونشوکولاي چې په یواځي ځان دا کار ترسره کړي. لدې امله دواړو خواو د افغانستان په داخلي سیاست کې په پراخه توګه لاس وهني پیل کړي ، او کوښښ يې کاوه دا سمیه تر خپلي ولکې لاندې راولي ، په شلمه پیړۍ کې پخوانې شوروې دا کار په یواځي ځان ترسره کړه ، او په دې توګه په کال ۱۹۷۹دغوی په ومه افغانستان ته په نیغه داخل شو، کوم چې د میلیونونو افغانانو د شهید ولو او دارنګه د میلونونو افغانانو په بې کوره کولو سره مات شو.
د روس ماتې نړۍ د وخت له طاقتور ځبر ځواک څخه په حتمي توګه بې برخي نه کړه ، څکه چې په شلمه پیړۍ کې د انګریزد قوت پر ځاي امریکايې امپراطوري رامنځته شوي وه، او امریکا د افغانستان له ارزښته ښه خبره وه ، او پدي توګه امریکا ددې سیمې د ولکې د پاره ځان رامخکي کړ، په تیرو لسو کلنو کې د امریکا نیغ شتون په سیمه کې ډیرې پوښتنې را ولاړي کړیدي ، د شنګهاې د سیمېزي اداري یا ناستي په غوڅه توګه په ۲۰۰۵ کال کې له امریکا څخه وغوښتل چې د خپل شتون د پاره دې جواز او دارنګه د وتلو دپاره دې ټاکلي وخت په ګوته کړي ، د امریکا شتون په افغانستان کې د سیمیزو طاقتونو لکه روسیه، چین، منخنې اسیا هیوادونه، ایران، هندوستان او دارنګه پاکستان ګټې له ګواښ سره مخامخ کوي . داچې څنګه ګواښ په دې هکله ډیرې لیکنې او خبرې شوي دي ، زه غواړم دلته په دې بحث وکړم چې په د ې ټولو هلو ځلو کې چې بهرنې قوتونه يې دخپل و ګټو د ساتلو د پاره ترسره کوي ، ایا افغانانو هم کله د خپلو ګټو د خوندې ساتلو او دخپل جغرافیوي ارزښتناک موقعیت څخه په ګټه پورته کولو فکر کړي او کنه ؟
افغانان د خپل پیداښت له ډیر نازک تاریخ څخه تیریږي، نن په افغانستان کې د ګاونډیو او دارنګه د نړي د پاتي قوتونو او ملکونو لاس وهنه تر هر بل وخته زیاته تر سترګو کیږي، لومړي دا چې افغا نې سیاسي ډلې لکه اوبه وړي هر چا او هر لورې ته د خپلي بقا د پاره لاس غزوي او بل دا چې عام افغانان د جګړو له امله دومره خوار شوي چې حتي ماشومان خرڅوي ، خپلې ابادي ځمکې خرڅوي او دوطن مینه هیره وي خو دیو څو ورځو ارامه ژوند د پاره غربې هیوادونو ته له دیرو سختو لارو څخه ځان رسوي ترڅو پاتې ژوند نسبتا ارامه تیر کړي د سرۍ میاشتۍ د ۲۰۰۹ کال څیړني له مخي ۲۷۰۰۰ افغانان چې ډیري برخه يې تنکي ځوانان او ماشومان تشکیلوي په ناقانونه توګه غربې هیوادونو ته د پناه اخیستني د پاره تللي دي.
د افغانانو سیاسي او افغاني غرور ورځ په ورځ د ژوند په ټولو اړخونو کې کمرنګه کیږي ، او له دې حقیقت څخه ګاونډي هیوادونه او د نړۍ استعمارې قوتونه ښه ګټه پورته کوي ، د افغانانو مشران هر شیبه د وطن د بربادي اود خوارو افغانانو په وژلو کې ښکلیلوي ترڅو د افغانانو په منځ کې د مشر په نامه داسي څوک پاتې نشي چې وکولایشی د بهرنیانو د ناروا کړنو په خلاف د ملي قیام د پاره غږ پورته کړي ، او که دا حقیقت هم ومنو چې افغانان نور د قیام او ملي قیام له نارو ستړي او ستومانه شوي، نو سمه به وي.
په دې ټولو ستونزو کې د افغانانو د مشرانو او عالمې طبقي ایمانې او انسانې دنده همدا پاتیږي چې باید د احساساتو په ځاي له عقل او سیاسي بصریت څخه کار واخلي ، خپل توپیرونه شاته وغورځوي او په هغو خبرواوموخو سره یوځاي شي کومې چې د خوار افغانستان د ابادي او اساسي ازادي سبب ګرځي ، ملت ته باید د ملي ګټو تعریف ترسره شي ، خپلي سیاسي موخې او راتلونکې تګلاري په روښانه او سمه توګه وړاندي کړي ، له اسلامي هیواونو څخه ددې کار د ترسره کولو د پاره رسمي مرسته و غواړي او هغوي د خپلو ژمنو او غوښتنو له لاري دې ته مجبوره کړي ترڅو د افغانانو د ستونزو د پاره د پای ټکی کیږدي.
دافغانستان تیر تاریخ ته په کتنه دا ټولو ته جوته ده چې افغانان په زور نه کوم داخلي او نه هم بهرني قوت ایل کړي ، او ترڅو چې له خپل تیر تاریخ څخه عبرت او درس وانخلو تر هغو به مو سیاسي او ځمکني جغرافیه نیمګړي وي.
ځان به ويښ کړو هرې خوا ته هرې خواته رقيبان دي
يو پر بل مو سره وژني وايي خپل يو، غليمان دي
احمدشاه بابا